د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: پوتین تیری کوونکی دی ; په اوکراین د یرغل عواقب به هغه او هیواد یې وویني


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په اوکراین د روسیې د یرغل په هکله په سپینې ماڼۍ کې خبري کنفرانس درلود.
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په اوکراین د روسیې د یرغل په هکله په سپینې ماڼۍ کې خبري کنفرانس درلود.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په اوکراین د روسیې د یرغل په غبرګون کې وایي چې د کومې پاریدنې، اړتیا او توجیه پرته د روسیې سرتیرو په اوکراین "وحشیانه" برید وکړ.

بایډن نن پنجشنبه فبروري ۲۴ (کب۵) په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې پوتین د دې برید لپاره څو میاشتې تیاری نیوه، تر سلو زرو ډیر عسکر، نظامي وسایل، روغتونونه او د وینو کڅوړې یې د اوکراین سره ګډې پولې کې ځای پر ځای کړي وو.

ښاغلي بایډن وویل، "پوتین تیری کوونکی دی. د دې یرغل عواقب به هغه (پوتین) او هیواد یې وګوري".

متحده ایالاتو په اوکراین د روسیې د یرغل څخه وړاندې د اوکراین څخه په هغو دوو جلا شویو سیمو بندیزونه لګولي چې د روسیې جمهور رئیس د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپيژندل.

خو جمهور رئیس جو بایډن نن پخپلو خبرو کې وویل چې د روسیې په څو مالي ادارو او افرادو نور بندیزونه لګوي. ښاغلي بایډن وویل چې پخپله په پوتین بندیزونه لګول هم یو "بحث وړ" ده خو دې پوښتنې ته یې ځواب ونه وایه چې ولې په اوکراین د روسیې د یرغل په خاطر په ښاغلي پوتین په اوس وخت کې بندیزونه نه لګوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس همدارنګه وویل چې په روسیې د تازه بندیزونو له کبله به د روسیې دا وړتیا محدوده شي چې د نړۍ په اقتصادي نظام کې په ډالرو، پونډو، یورو او ین باندې راکړه ورکړه وکړي او همدا وجه ده چې د هغه په قول د روسیې د ونډو بازار ولوید او د پولي واحد ارزښت یې دومره ټیټ شو چې په تاریخ کې ساری نلري.

سره لدې چې د فرانسې په منځګړتوب ټاکل شوې وه چې جمهور رئیس جو بایډن د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وګوري خو ښاغلي بایډن په خبري کنفرانس کې وویل چې د پوتین سره د ملاقات کوم پلان نلري.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس همدا شان وویل کېه د روسیې د یرغل مخه ونه نیول شي، پوتین به لا زړور شي. بایډن وویل چې بندویزنه به روسیه کمزورې کړي او د نړۍ په بازارونو کې به یې ونډه محدوده کړي.

سره لدې چې د متحده ایالاتو په ګډون غربي هیوادونو په روسیې د سختو اقتصادي بندیزونو خبرداری ورکړی خو ښاغلی بایډن وویل چې امریکایي سرتیري به اوکراین ته د روسیې سره د جګړې لپاره ونه لیږي.

بایډن وویل چې ټاکل شوې د ناټو غړي هیوادونه سبا په مجازي توګه غونډه وکړي او د راتلونکو ګامونو په هکله به سلا مشورې وکړي.

XS
SM
MD
LG