د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: تر څو چې فریریکس د طالبانو سره بندي وي، د مشروعیت تمه دې نلري


مارک فریریکس
مارک فریریکس

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي وړاندې تر دې چې طالبان دا تمه ولري چې د هغوي د مشروعیت په ارمان غور وشي، باید په سمدستي توګه مارک فریریکس خوشې کړي.

ښاغلي بایډن د دې متقاعد امریکایي نظامي په هکله په یوې اعلامېې کې د یکشنبې په ورځ جنوري ۳۰ (سلواغلې۱۰) ویلي چې مارک یوه لسیزه په افغانستان کې په مرستې کولو تیره کړه.

دغه پخواني امریکایي نظامي د ۲۰۲۰ کال د جنوري د میاشتې په ۳۱مې په افغانستان کې وتښتول شو او ګمان کیږي چې د حقاني شبکې سره به بندي وي.

د حقاني شبکه چې ویل کیږي د پاکستان د نظامي استخباراتي ادارې سره نږدې اړیکې لري، تر اوسه د دې امریکایي په هکله څه ندي ویلي.

په اعلامیې کې د ښاغلي بایډن له قوله لیکل شوي دي چې "غه (مارک) هیڅ کوم غلط کار ندی کړی خو بیا هم دوه کاله کیږي چې طالبانو بندي کړي".

په اعلامیې کې ویل شوي، "د امریکایانو یا هر بې ګناه ملکي خوندیتوب ګواښل تل د منلو وړ ندي او یرغمل نیونه ځانګړی ظلم او بزدلي ده. وړاندې تر دې چې طالبان دا تمه ولري چې د هغوي په رسمیت پیژندلو ارمان غور وشي، باید مارک په سمدستي توګه خوشې کړي. دا د مذاکرې وړ ندي. "

جمهور رئیس بایډن په اعلامیې کې د مارک او ټولو هغو امریکایانو سره چې په بهرنیو هیوادونو کې بندیان یا یرغمل دي او د هغوي د خپلو خپلوانو او ملګرو سره ژمنه کړې چې د امریکا حکومت به نه ستړې کیدونکي هڅي وکړي چې دغه کسان بیرته هیواد ته راستانه شي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې جلا اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو سره په ټولو غونډو کې یې د مارک د خوشې کیدو په هکله خبرې کړیدي.

د وزارت په اعلامې کې راغلي، " په ښکاره مو ورته ویلي تر څو چې یو امریکایي تبع د طالبانو سره اسیر وي، هغه مشروعیت چې هغوي یې غواړي، امکان نلري. "

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې طالبان او ملګري یې پداسې حال کې مارک په بند کې ساتي چې هغه بې ګناه دی.

وزارت ویلي چې د مارک خوشې کیدل "زمونږ په مهمو او داسې لومړیتوبونو کې دي چې مذاکره پرې نشي کیدی."

طالبانو او یا د حقاني شبکې تر اوسه د دې امریکایي د ځای ځایګي په هکله څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG