د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د داعش مشر د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې خپل ځان او کورنۍ ووژل


هغه کور چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې مشر پکې د امریکایي ځواکونو د چاپې پر وخت پخپل ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چولي.
هغه کور چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې مشر پکې د امریکایي ځواکونو د چاپې پر وخت پخپل ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چولي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي په سوریه کې میشتو امریکایي ځواکونو د اسلامي دولت یا داعش د ډلې مشر وژلی.

ښاغلی بایډن په اعلامیې کې ویلي، " د امریکا پوځ زما په لارښوونې تیره شپه د سوریې په شمال لویدیځ کې د امریکا د ولس او زمونږ د متحدینو د خوندي ساتلو لپاره د ترهګرۍ ضد عملیات وکړل او نړۍ یې خوندي کړله".

په اعلامیې کې ویل شوي چې د امریکا د وسله والو ځواکونو د "زړه ورتیا او مهارت له کبله ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د جګړې د ډګره لیرې کړل شو".

د امریکا جمهور رئیس همدارنګه ویلي چې په عملیاتو کې امریکایي ځواکونو ته زیاند ندی رسیدلی.

ښاغلي بایډن نن پنجشنبه فبروي ۳ (سلواغې۱۴) د داعش د مشر د وژل کیدو په هکله ملت ته په وینا وکړه.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په خپلې وینا کې وویل چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې دغه مشر په ۲۰۱۴ کې په عراق کې د ایزیدیانو په ډله ایزې وژنې کې مهم نقش درلود.

ښاغلي بایډن همدارنګه وویل چې د دفاع وزارت ته یې لارښوونه کړې وه چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د کمیدو لپاره د هر ممکن احتیاط څخه کار واخلي.

هغه وویل، " دا چې دې ترهګر له ځان څخه کورنۍ راټولې کړې وې، مونږ د هوایي برید په ځای د ځانګړو عملیاتو ځواکونو چاپه غوره وبلله چې زمونږ خلکو ته پکې ډیره خطره هم وه. مونږ دا کار د ملکیانو د مرګ ژوبلې د کمیدو په خاطر وکړ".

جمهور رئیس وویل چې لا هم د چاپې په هکله معلومات د راټولیدو په حال کې دي خو وایي چې د داعش دې مشر د چاپې په وخت په ځان پورې تړلې مواد وچول.

ولسمشر بایډن وویل، " هغه څه چې معلوم شوي دا دي چې کله زمونږ عسکر د دې ترهګر د نیولو لپاره ورنږدې شول، د بزدلۍ د وروستۍ کړنې په توګه هغه پرته لدې چې د خپلې کورنۍ او په ودانۍ کې د نورو د ژوند پروا وکړي، خپل واسکټ [په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد]یې وچاوه او د پخواني مشر په شان یې د خپلې کورنۍ غړي د ځان سره ووژل."

د امریکا جمهور رئیس پدې عملیاتو کې د امریکایي ځواکونو زړه ورتیا او مهارت هم وستایل او زیاته یې کړه چې ترهګر به د نړۍ په هیڅ ځای کې خوندي پاتې نشي.

په همدې حال کې د امریکا یو جګپوړي چارواکي ویلي چې د داعش مشر د عملیاتو په وخت په خپل ځان پورې تړلي مواد چولي دي.

دې امریکایي چارواکي ویلي چې د داعش مشر په ځان پورې د تړلو چاودیدونکو موادو په چولو سره ښځې او ماشومان هم وژلي چې د هغې د کورنۍ غړي هم په کې دي،‌ خو معلومه نده چې شمیر یې څومره دی.

داعش ډلې تر اوسه د خپل مشر د وژل کیدو په هکله څه ندي ویلي.

امریکایي ځواکونو د داعش پخواني مشر ابو بکر البغدادي هم په یوې چاپې کې وژلی و.

قریشي د عراق د تلعفر اوسیدونکی و او په ۲۰۱۹ کال کې د امریکایي ځواکونو لخوا د داعش د پخواني مشر بغدادي تر وژل کیدو وروسته ددې ډلي مشر شو.

د داعش دا مشر په امیر محمد سعید عبدالرحمان المولی هم مشهور و. د امریکا متحده ایالاتو د هغه په سر د ۱۰ ملیون ډالرو انعام ایښی و.

په همدې حال کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی وایي چې د امریکا د ځانګړو عملیاتو ځواکونه د سوریې د ادلیب په ولایت کې چې د داعش دا مشر پکې پټ و، په هیلوکوپترو کې ورغلي و.

دې ادارې ویلي چې په عملیاتو کې ټول ټال ۱۳ تنه وژل شوي چې ملکیان هم پکې دي.

د هغه کور خاوند چې د داعش دا مشر پکې په کرایه اوسیده، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې هغه (قریشي) عادي ژوند درلود.

د کور خاوند چې خپل نوم یې ابو احمد ښودلی ویلي، "دا شخص دلته ۱۱ میاشتې کیږي چې اوسیده. ما د هغه په هکله کوم مشکوک شی ونه لید. هغه به یوازې راغی خپله کرایه به یې ورکړه او بیرته به ولاړ. هغه د خپلو دریو ماشومانو او یوې میرمنې سره اوسیده. د هغه یوه کونډه خور او لور یې په پورته پوړ کې ژوند کاوه. "

عیني شاهدانو هم ویلي چې د هیلوکوپترو غږونه یې اوریدلي.

خو امریکایي چارواکو تر اوسه پدې عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په هکله تبصره نده کړې.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د داعش د مشر د وژل کیدو په هکله په اعلامیې کې ویلي، " د امریکا د ځانګړو عملیاتو ځواکونو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ تر کنترول لاندې د سوریې په شمال لویدیځ کې د ترهګرۍ ضد دا ماموریت تیر ماښام کړیدي."

ښاغلي کربي دا یو بریالی ماموریت بللی.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد په یو راپور کې چې تیر کال خپور شوی و راغلي و چې المولی په مستقیمه توګه د خپلو پلویانو سره د اړیکو په ساتلو کې زړه نا زړه و.

تر اوسه دا نده څرګنده چې امریکایي ځواکونو څرنګه د داعش دا مشر د سوریې په شمال لویدیځ کې تعقیب کړی ځکه په عنعنوي توګه دا سیمه د هغو ډلو قوي مرکز دی چې د داعش او القاعده خلاف دي.

عراقي ځواکونو تیر کال د اکتوبر په میاشت کې سامې جسیم محمد الجبوري چې په حاجي حمید هم مشهور و ونیوه. پنټاګان دا شخص د داعش له جګپوړو مشرانو څخه باله.

د لویدیځو هیوادونو د ترهګرۍ ضد یو جګپوړي چارواکي امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د الجبوري نیول کیدل "ډیر مهم " دي او ممکن چې د المولی د وژل کیدو یا نیول کیدو په صورت کې به د داعش مشر وټاکل شي.

سره لدې چې د داعش وسله واله ډله په سوریه کې ماته شوې خو بیا هم وخت ناوخته په لیرې پرتو سیمو کې په نظامي اهدافو او د تیلو په تصفیه خانو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG