د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د امریکا پوځ تایوان ته د پلوسي د سفر مخالف دی


تایوان ته د امریکا د ولسې جرګې د مشرې نانسي پلوسي ممکنه سفر، په واشنګټن کې اندېښنې راپاولي دي. جمهور رئیس جو بایډن وايي، د امریکا د پوځ د هغو اندېښنو له آمله د مېرمن پلوسي له سفر سره مخالف دی چې وايي کیدای شي دا کار له چین سره اړیکې ترینګلي کړي.

که څه هم د ولسي جرګې مشرې تایوان ته د خپل ممکنه سفر په اړه څه ندي ویلي، خو په دې اړه خپرو شویو راپورونو د چین غوصه راپارولې ده.

چین ادعا کوي چې د تایوان ټاپو یې برخه ده.

جمهور رئیس بایډن په دې اړه د خبریالانو د پښتنو په ځواب کې وویل چې د امریکا پوځ فکر کوي چې په روان حالت کې دا سفر ښه نظر ندی، او زیاته یې کړه، معلومه نده چې دا سفر به وشي او که نه.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس بایډن په راتلونکو لسو ورځو کې د چین له جمهور رئیس شي ژینپنګ سره د انټرنیټ له لارې وګوري او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي ستونزو او پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په اړه خبرې وکړي.

د جمهور رئیس بایډن ادارې له تایوان څخه خپل ملاتړ زیات کړی دی، خو دغه ټاپو ته د لوړپوړو چارواکو د لېږلو په برخه کې له احتیاط څخه کار اخلي او پر ځای یې د سوداګرئ او نورو برخو کې ټیټ پوړي مسوولین ور لیږي.

د امریکا د ولسي جرګې پخواني مشر نویټ ګنګریچ په ۱۹۹۷ کې تایوان ته تللی وو خو هغه وخت چین پر تایوان باندې د یرغل دومره توان نه درلود.

چین ویلي چې د امریکا کانګرس د امریکا د حکومت اساسي برخه ده او د مېرمن پلوسي سفر به د "یو چین" د پالیسۍ ښکاره سرغړونه وي.

په واشنګټن کې د چین سفیر کین کانګ، یوه ورځ مخکې وویل چې د متحده ایالتونو له لوري د یو چین پالیسي تر ګواښ لاندې ده.

له دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې که مېرمن پلوسي تایوان ته سفر وکړي نو چین به یې په وړاندې "سخت او پرېکنده" غبرګون وښيي.

ددغه وزارت ویاند همدارنګه ویلي دي چې دغه سفر د چین ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ګواښي، د چین او امریکا ژورې اړیکې اغېزمنوي او د تایوان د خپلواکئ ځواکونه ته ناسم پیغام ورکوي.

XS
SM
MD
LG