د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: تر می میاشتې به ټولو بالغو امریکایانو ته واکسین ورسیږي


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن، ویلي دي چې د روان کال د می میاشتې تر پایه به د کروناویروس ضد دومره واکسین ولرو چې ټول بالغ امریکایان واکسین شي.

ښاغلي بایډن دغه خبره د سه شنبې په ورځ فبرورۍ دوهمه وروسته له هغې وکړه چې د "مرک" د درمل جوړولو شرکت موافقه وکړه چې د جانسن او جانسن د شرکت د کروناویروس ضد واکسین تولید کړي؛ هغه مشارکت چې د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت په وینا به ددې سبب شي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې شاوخوا ۱۰۰میلیون ډوزه واکسین تولید شي.

ښاغلي بایډن وویل: "یو له هغو مواردو څخه چې ما دفتر ته د راتګ پر وخت زده کړل دا وو چې د جانسن اینډ جانسن ]شرکت[تولید وروسته پاته و او پوره چټک نه و. نو پدې خاطر زما ټیم سخت کار وکړ چې دغه هڅه چټکه کاندي."

هغه وویل د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د جانسن اینډ جانسن د واکسین د جوړولو لپاره د "مرک"د شرکت د دوو کارخانو د تجهیز په مقصد د تولید د دفاع قانون نه کار واخیست.

بایډن همداشان وویل هغه کارخانې چې د جانسن اینډ جانسن واکسین جوړوي خپل تولیدات په اونۍ کې اوه ورځې ۲۴ساعتو ته غزوي.

جانسن اینډجانسن په یو بیان کې وویل: "مونږ تمه لرو چې دغه اقدامات زمونږ د تولید ظرفیت لوړ کړي چې وکړای شو د اوسنیو ژمنو څخه زیاته عرضه ولرو."

ښاغلي بایډن هیله څرګنده کړې چې متحده ایالات د راتلونکي کال په همدې وخت او یا هم دمخه تر دې نورمال حالت ته راوګرځي.

د څیړنو له مخې د جانسن اینډ جانسن د شرکت واکسین د کروناویروس اړوند ناروغیو په وړاندې په سلو کې ۸۵ګټور دی. دغه واکسین حتی د کروناویروس د نوې بڼې په وړاندې چې په جنوبي افریقا کې رامنځ ته شوې هم اغیزمن دی.

XS
SM
MD
LG