د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس بایډن د پور د کچې د ډیروالي لایحه لاسلیک کړه


جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې پدې قانون سره د متحده ایالاتو د اقتصادي سقوط مخه ونیول شوه.
جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې پدې قانون سره د متحده ایالاتو د اقتصادي سقوط مخه ونیول شوه.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن شنبه جون ۳ (غبرګولي۱۳) په سپینې ماڼۍ کې د پور د حد د ډیروالي لایحه لاسلیک او په قانون بدله کړله.

دا قانون د پیسو نوی حد نه ټاکي، خو دا د متحده ایالاتو حکومت ته واک ورکوي چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر دوهمې یعنی د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو څخه تر دوه میاشتې وروسته پورې چې په ۲۰۲۴ کې ترسره کیږي، پور واخلي او خپل مکلفیتونه تادیه کړي..

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې جمهور رئیس دا لایحه په خصوصي توګه لاسلیک کړې. جمهور رئیس بایډن په اعلامیې کې یو ځل بیا د کانګرس مشرانو څخه د دې لایحې له کبله مننه کړې.

د مالي مسؤلیتونو په نامه پدې قانون په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو پدې تیرو څو اوونیو کې جدي خبرې اترې وکړلې خو بالاخره د سپینې ماڼۍ او جمهوري غوښتونکو تر منځ د جوړجاړي له کبله نهایي شو.

د کانګرس د دواړو خونو لخوا د دې لایحې تر منل کیدو وروسته جمهور رئیس بایډن ملت ته په وینا کې وویل، " هیچا هر څه یې چې غوښتل تر لاسه یې نکړل خو د امریکا ولس هغه څه تر لاسه کړل چې اړتیا یې درلوده، مونږ د اقتصادي بحران او اقتصادي سقوط مخه ونیوله".

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت ویلي و که دا قانون لاسلیک نشي، د همدې را روانې دوشنبې، جون په پنځمې نیټې به حکومت کافي اندازه پیسې ونلري چې وکړی شي خپل مالي مکلفیت ادا کړي.

دا لایحه حکومت ته اجازه ورکوي چې د راتلونکو نهو میاشتو لپاره ډیرې پیسې په پور واخلي تر څو وکړی شي خپل مالي مکلفیتونه پر ځای کړي. د متحده ایالاتو د ملي پور اندزه په اوس وخت کې ۳۱.۹ ټریلون ډالره دی.

د امریکا د سنا مجلس پنجشنه جون اوله د پورونو په حد کې زیاتوالی په ۶۳ موافقو او ۳۶ مخالفو رایو سره تصویب کړ؛ داسې څرګندیږي چې یو سناتور دغه پلان ته رایه نده ورکړې.

د امریکا د استازو خونې دمخه د امریکا د پورونو د زیاتولو پلان تصویب کړی و. د متحده ایالاتو د کانګرس دا اقدام د امریکا حکومت ته ددې توان ورکوي چې خپل لګښتونه په خپل وخت تادیه کړي.

XS
SM
MD
LG