د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د جمهور رئیس بایډن روغتیایي وضعیت ښه شوی


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن چې پنجشنبه جولای ۲۱ (چنګاښ۳۰) یې د کرونا ویروس معاینات مثبت راغلي و، د جمعې په ورځ یې د خپلو جګپوړو اقتصادي سلاکارانو سره په آنلاین بڼه په غونډه کې برخه واخیسته.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د ښاغلي بایډن روغتیایي وضعیت ښه شوی او د کرونا په ویروس د اخته کیدو اعراض او علایم یې هم "معتدل" و.

د اقتصادي سلاکارانو سره پدې غونډې کې د ښاغلي بایډن غږ یو څه دروند و او کله نا کله ټوخیده هم خو هغه په غونډې کې وویل، "تر غږ مې روغتیایي وضعیت ډیر ښه دی".

سره لدې چې د سپینې ماڼۍ ډاکټر کیون اوکانر د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د ښاغلي بایډن د بدن تودوخه ۹۹.۴ درجې وه خو هغه وویل چې د جمعې په ورځ یې تبه ډیره کمه شوې وه.

ښاغلي کیون د جمهور رئیس د روغتیایي وضعیت په هکله خبریالانو ته وویل، " نن سهار یې غږ یو څه ناست و خو نبض، د وینې فشار، ساه اخیستل او د اکسیجن کچه یې عادي ده".

د سپینې ماڼۍ دې ډاکتر همدرانګه وویل چې د کرونا په ویروس د اخته کیدو له کبله د ښاغلي بایډن پوزه بهیده، لږ لږ وچ ټوخی یې درلود او د ستړتیا احساس یې کاوه خو وایي چې د "تایلنول" درملو د استعمال له کبله یې ښه احساس کاوه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر ویلي، ښاغلي بایډن د کرونا واکسین بشپړ کړی او دوه بیاځلي واکسینونه یې هم کړي دي.

جمهور رئیس بایډن ته د پاکسلوویډ درمل ورکړل شوي او دا وخت د امریکا د ناروغیو د مخنیوي د ادارې د لارښوونو له مخې، په سپینه ماڼۍ کې قرنطین دی.

د متحده ایالتونو د جان هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې تر اوسه ۵۶۶ میلیونه انسانان په کرونا اخته شوي چې ۶ میلیونه او۳۰۰ زره یې مړه شوي دي. په امریکا کې ددغه ناروغۍ له آمله تر اوسه له یو میلیون زیات انسانان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG