د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په اوکراین د روسیې د یرغل په مقابل کې خپل پلان په ډاګه کړ


جمهور رئیس جو بایډن خبریالانو سره په خبرو کې د خپل پلان نور جزیات ورنکړل.
جمهور رئیس جو بایډن خبریالانو سره په خبرو کې د خپل پلان نور جزیات ورنکړل.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي د داسې نوښتونو په مجموعې کار کوي چې د نظامي یرغل په غبرګون کې به په اوکراین کې د روسیې لپاره وضعیت " ډیر ډیر ستونزمن" کړي.

ښاغلي بایډن تیره ورځ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې پدې هکله د اروپایي ملګرو او اوکراین سره په اړیکه کې دی. هغه د نوښتونو په هکله جزییات ورنکړل، خو زیاته یې کړه چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین او د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د موضوع په هکله په "پراخه توګه" ښکیل دي.

جمهور رئیس وویل چې اداره یې "زما په ګمان د نوښتونو تر ټولو هر اړخیزې او معنی لرونکې مجموعې کار کوي چې د روسیې د ښاغلي پوتین (د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین) لپاره د هغه څه د کولو په ځواب کې چې خلک ترې اندیښنه لري، وضعیت ډیر ډیر ستوزمن کړي".

د امریکا جمهور رئیس پداسې حال کې په اوکراین د روسیې د یرغل په غبرګون کې د خپل نوښت خبره کوي چې روسیه د څو اوونیو راپدیخوا د اوکراین په سرحد کې د سرتیرو او نظامي وسایلو د شمیر په ډیروالي بوخته ده.

د اوکراین په ختیځ سرحد کې د روسیې دې اقداماتو ویره پیدا کړې چې روسیه ښایي پخپل دې ګاونډي یرغل وکړي. دا موضوع د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په تازه غونډه کې هم د بحث اصلي موضوع وه. په غونډې کې د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټنبرګ روسیې ته خبرداری ورکړ چې د وضعیت خرابوالی به ورته په لوړه بیه تمام شي.

خو ها خوا بیا روسیې ویلي چې اوکراین او متحده ایالت ښایي پرې تعرض وکړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تیره ورځ په یو راپور کې د امریکایي چارواکو او استخباراتو اسنادو په حوالې ویلي چې روسیه په اوکراین د څو جبهو یرغل پلان لري چې ۱۷۵ زره سرتیري پکې برخه لري او ښایي دا کار د راتلونکي کال په پیل کې وکړي.

ورځپاڼې د امریکا د استخباراتي ادارو د غیرمحرم اسنادو په حوالې لیکلي چې د سټلایټ څخه په اخیستل شویو انځورونو کې ښودل کیږي چې د روسیې تقریباً ۷۰ زره سرتیري د اوکراین په پولې په ۴ موقعیتونو کې ځای پر ځای شويدي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون هم په اوکراین د روسیې د تیري کوونکو اقداماتو په پلان ژوره اندیښنه ښودلې خو د وزارت ویاند ډګرمن ټوني سیملروت د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې په راپور چې ګنې روسیه د څو جبهو د لارې په اوکریان د برید پلان لري، تبصره ونکړله.

په همدې حال کې د اوکراین د دفاع وزیرالکسي روزنیکوف ویلي چې روسیې د دې هیواد په سرحد کې څه باندې ۹۴ زره سرتیري ځای پر ځای کړي او د هغه په وینا په دومره ډیر شمیر د عکسرو ځای پر ځای کیدل دا معنی لري چې روسیه د بل کال د جنوري په میاشت کې د پراخ نظامي یرغل لپاره چمتوالی نیسي.

خو د دې اندیښنو سره سره په سیمه کې د ستونزو د حل لپاره د متحده ایالاتو او روسیې تر منځ دیپلوماتیکې هلې ځلې روانې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د تیرې پنجشنبې په ورځ په سویډن کې د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو سره وکتل او کرملین ویلي چې د متحده ایالاتو او روسیې د جمهور رئیسانو تر منځ د ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو کولو لپاره هم بندوبست روان دی.

XS
SM
MD
LG