د لاس رسي وړ اتصالات

د مریتوب د پای ورځ په امریکا کې رسمي رخصتي اعلانیږي


ټاکل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د پنجشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) د یو فرمان په لاس لیک کولو سره په متحده ایالاتو کې د مریتوب د پای ورځ د دولتي رخصتۍ په توګه وپیژندل شي.

د متحده ایالاتو سنا مجلس د سه شنبې په ورځ د رایو په اتفاق ددغې دولتي رخصتۍ رامنځ ته کول تصویب کړل او د امریکا د کانګرس د استازو خونې چهارشنبې په ورځ په ۴۱۵موافقو او ۱۴مخالفو رایو دا قانون ومانه او جمهور رېیس جو بایډن ته یې د لاس لیک لپاره واستوه.

د جمهور رئیس بایډن له توشیح کولو وروسته به په متحده ایالاتو کې د هر کال د جون ۱۹نیټه دولتي رخصتي وي. د امریکا په څو ایالتونو کې له پخوا څخه دغه ورځ عمومي رخصتي ده.

د ۱۹۸۳کال راهیسې چې د مارتین لوترکینک ورځ یې دولتي رخصتي اعلان کړه دا به لومړی ځل وي چې یوه بله ورځ هم د لس ورځو دولتي رخصتیو په ډله کې ورزیاتیږي.

د ۱۸۶۲کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه د کورنۍ جګړې په دریم کال د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ابراهم لینکن د مریانو د ازادۍ اعلامیه لاس لیک کړه چې په کې د ۱۸۶۳کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه د ټولو مریانو د ازادیدو حکم شوی و.

ددې اعلامیې څخه دوه نیم کاله وروسته په ۱۸۶۵کې د تکزاس په ګاویستن کې یو ډله تورپوستو مریانو ته خبر ورکړل شو چې تاسې نور ازاد یاست. دغه رخصتي د هماغې ورځې د نمانځې لپاره رامنځ ته کیږي.

XS
SM
MD
LG