د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن په امریکا کې د کارګر ورځې د نمانځلو په مراسمو کې ګډون کوي 


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نن دوشنبه د سپتمبر په پنځمه (وږي ۱۴) چې په امریکا کې د کارګر د ورځې سره برابره ده د کارګر ورځې د کلنیو مراسمو د نمانځنې لپاره د ویسکانسن او پنسلوانیا ایالتونو ته سفر کوي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر بایډن به د ویسکانسن په ملواکي او د بنسلوانیا په پیتسبرګ ښارونو کې په خپله وینا کې "د امریکایي کارګرانو حیثیت" په ګوته کړي.

په امریکا کې د کارګر ورځ د سپتمبر د میاشتې په لومړۍ دوه شنبه نمانځل کیږي او دا ورځ عمومي رخصتي ده.

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د کار وزیر مارتي والش، هم د ښاغلي بایډن سره ملواکي او پیتسبرګ ته په سفر کې ملګری وي.

ولسمشر بایډن د یکشنبې په ورځ د کالیفرورنیا له اقداماتو ملاتړ وکړ چې له مخې یې د کرهڼې د برخې کارګرانو ته ددې ایالت د کارګرو اتحادیو په انتخاباتو کې د رای ورکولو لازیاته زمینه برابروي.

ښاغلي بایډن وویل: "حکومت باید د کارګري بنسټونو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره کار وکړي، نه داچې خنډونه رامنځته کړي. خو په پای کې باید کارګران تصمیم ونیسي چې آیا غواړي اتحادیه جوړه کړي که نه."

د کالیفورنیا ایالتي وکیلانو یوه لایحه تصویب کړې چې کارګرانو ته اجازه ورکوي د پست له لارې د کارګري اتحادیې په ټاکنو کې رای ورکړي. خو د کالیفورنیا والي ګاوین نیوسوم، ددې اقدام د اوسنۍ بڼې سره مخالف دی.

د کالیفورنیا د والي یو ویاند اندیښنه ښودلې چې دا چلند ندی ازمایل شوی او د انتخاباتو د حفاظت او شفافیت لپاره لازم اقدامات په کې نشته.

په متحده ایالاتو کې د لومړي ځل لپاره د کارګر ورځ او عمومي رخصتي په ۱۸۹۴ کې ونمانځل شوه. پدې ورځ د امریکا په مختلفو ښارونو کې ځانګړي مراسم او رسم ګذشتونه ترسره کیږي.

له بلې خوا د کارګر ورځ په غیر رسمي توګه په متحده ایالاتو کې د دوبي د فصل پای دی او د امریکا په اکثرو ایالتونو کې شاوخړا په همدې ورځ نوی تعلیمي کال هم پیل کیږي.

XS
SM
MD
LG