د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن : د سعودي د سفر سره مې مخالفین ډیر دي خو بنسټیزې آزادۍ مې تل په اجنډا کې دي


ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن راتلونکې جمعه د سعودي عربستان د جدې ښار ته ولاړ شي چې د خلیج همکارۍ د سازمان په غونډې کې برخه واخلي.

تر سعودي وړاندې ښاغلی بایډن د چارشنبې په ورځ اسرائیل ته ځي او د هغه ځایه به په مستقیمه توګه سعودي عربستان ته ولاړ شي. د ښاغلي بایډن دا سفر لدې کبله بې ساری دی چې سعودي عربستان د اسرائیل موجودیت په رسمیت نه پیژني او د جمهور رئیس بایډن ځانګړې الوتکه (Air Forced One) به په مستقیمه توګه د اسرائیل نه سعودي عربستان ته ولاړه شي.

د امریکا جمهور رئیس داسې یو هیواد ته سفر کوي چې د واشنګټن پوسټ د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې د لاس لرلو له کبله ښاغلي بایډن سعودي عربستان ته د "اجنبي" هیواد نوم ورکړی و. جو بایډن د سعودي عربستان په هکله دا څرګندونې هغه وخت کړې وې چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید و.

وروسته تر هغه چې جمهور رئیس جو بایډن انتخابات وګټل د متحده ایالاتو حکومت د استخباراتي ادارو هغه راپور هم خپور کړ چې پکې ویل شوي و د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژلو اصلي طرحه جوړوونکي و.
خو داسې معلومیږي چې ښاغلی بایډن غواړي د سعودي عربستان سره تعامل د سره پیل کاندي. له یوې خوا سعودي په سیمه کې د څو لسیزو راهیسې د امریکا ستراتیژیک متحد دی او له بلې خوا د تیلو یو ستر اکمال کوونکی هم دی. سعودي همدرانګه د متحده ایالاتو څخه ګڼ شمیر وسلې هم پیرلي دي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس په یوې مقالې کې چې د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼې کې شنبه جولای ۹ (چنګاښ۱۸) خپره شوې ویلي چې د سعودي عربستان سره یې د "سپین چک پالیسي چې د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څخه په میراث پاتې وه، بدله کړې".

ښاغلي بایډن په مقالې کې لیکلي، " د پیل څخه زما هدف د اړیکو ماتول نه بلکې د مثیر بدلول دي".

د امریکا جمهور رئیس دا هم ویلي چې سعودي عربستان ته د سفر کولو د پریکړې سره یې ډیر کسان موافق ندي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې په هر بهرني سفر کې یې "بنسټیزې آزادۍ" په اجنډا کې دي.


ښالي بایډن په مقالې کې همدرانګه لیکلي چې سعودي عربستان د امریکایي متخصصینو سره ګډ کار کوي چې د نړۍ په بازارونو کې تیل ثابت کاندي.

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز مرستیال مشر جان الټرمن د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا د پخوانیو حکومتونو په شان د جمهور رئیس جو بایډن اداره هم پدې پوه شوې چې په منځني ختیځ او نورې نړۍ کې کار کول هغه وخت ډیر آسانه وي کله چې سعودي عربستان درسره مرسته وکړي او که هغوي مرسته ونکړي، دا ډول کارونه کول ګران وي.

واشنګټن د سعودي عربستان څخه چې په نړۍ کې د خامو تیلو تر ټولو ستر صاردونکی هیواد دی ، غواړي چې د تیلو تولید ډیر او په نړۍ کې د تیلو بیعې راټیټې کړي.

XS
SM
MD
LG