د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د امریکا توپان ځپلې سیمې ګوري


ولسمشر جو بایډن او لومړۍ مېرمن جیل بایډن د متحده ایالتونو ځینې هغه سیمې ګوري چې دا اونۍ د ایین په نوم یوه سمندري توپان سختې ځپلي دي.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، ولسمشر او مېرمن یې نن دوشنبې اکتوبر ۳ (تلې ۱۱) د پورټوریکو له لیدلو وروسته د چهارشنبې په ورځ د فلوریډا ایالت ته سفر کوي.

د ایین سمندري توپان د امریکا د تاریخ یو له سترو توپانونو بلل شوی. د دې توپان سرعت په یو ساعت کې ۲۴۰ کیلومتره وو. د رسمي شمېرو له مخې، د فلوریډو په ایالت او د ختیځ ساحل په ځینو نورو برخو کې، ددې توپان له امله له ۴۰ زیات کسان مړه شوي او د اټکل له مخې شاوخوا دوه نیم میلیونه خلک له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.

ولسمشر بایډن وویل: "دا ښايي د فلوریډا په تاریخ کې یو له تر ټولو وژونکو توپانونو څخه وي. شمېرې لا هم روښانه ندي، خو د لومړیو راپورونو له مخې د توپان له امله د مړو شویو شمېر ښايي لوړ وي."

د امریکا د فدرالي حکومت لخوا په توپان ځپلو سیمو کې د خلکو د ژغورنې هڅې دوام لري.

د ژغورنې د فدرالي ادارې چارواکي ډين کریزویل وویل: "د دې سیمې بیا رغول به ډېر وخت ونیسي، او توپان ډېر خلک ځپلي دي. خو موږ لا هم په فعال ډول د خلکو د لټولو او ژغورلو هڅو ته دوام ورکوو. موږ د توپان د سیمې هر کور ته ځو او خلک شمېرو، تر څو هیڅوک هم هلته پاتي نشي."

د فلوریډا ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو، چې زیات وخت د بایډن د حکومت سره په جنجال وي، د توپان سره د مرستې کولو لپاره د امریکا د فدرالي اداراې هڅې ستایلي.

هغه وویل: "د پخوا په څېر، دا ځل هم له لومړۍ ورځې د فدرالي حکومت غبرګون مثبت و. موږ له دغه امله مننه کوو. دا د امریکا د پوځ د انجینرانو، د ساحلي ساتونکو او د ژغورنې د فدرالي ادارې او نورو لخوا د مرستو د ورکولو یوه بې جوړې بېلګه ده."

د ایین له سمندري توپان څو ورځې وړاندې په پورټوریکو کې هم سمندري توپان پراخې ویجاړۍ رامنځ ته کړې وې.

XS
SM
MD
LG