د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته د بایډن خبرداری: د امریکایانو د خوندیتوب لپاره په قوت عمل کوو


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په کاناډا کې د سفر پر مهال خبرداری ورکړ چې د امریکایانو د خوندیتوب لپاره به قاطع عمل وکړي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په کاناډا کې د سفر پر مهال خبرداری ورکړ چې د امریکایانو د خوندیتوب لپاره به قاطع عمل وکړي.

په سوریه کې د امریکایي ځواکونو او ایراني پلوه ملیشو تر منځ په یو بل د تازه بریدونو څخه وروسته د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه مارچ ۲۴ (کب۴) ایران ته خبرداری ورکړ چې د امریکایانو د خوندیتوب لپاره به "قاطع عمل وکړي".

ښاغلي بایډن په کاناډا کې د سفر پر مهال په خبري کنفرانس کې وویل، "هیڅ غلطي مکوئ: متحده ایالات د ایران سره شخړه نه غواړي خو زمونږ د ولس د خوندیتوب لپاره قاطع ځواب ویلو ته چمتو واوسیږئ".

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په امریکایي سرتیرو د برید په ځواب کې به ایران لوړه بیه ورکړي که نه د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل، "مونږ به تم نشو".

په سوریه کې د ایراني پلوه ملیشو په تازه برید کې چې د جمعې په ورځ یې کړی، د امریکا یو بل سرتیر هم ټپي شوی. تر دې وړاندې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې چې واشنګټن یې ملامتي په ایران اچولې، ۶ امریکایان ټپي شوي و او یو قراردادي پکې وژل شوی و.

په عین حال کې دوو سیمه ایزو سرچینو مطبوعاتو ته ویلي چې د سوریې په ختیځ کې څو ځایونه د جمعې په ورځ په توغندیو ویشتل شوي او ګمان دی چې برید به امریکا کړی وي.

په سوریه کې ایران پلوه ملیشو د دې بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د نورو امریکایي بریدونو د ځواب ویلو لپاره د هغوي "لاسونه اوږده" دي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

په اعلامیې کې چې په سوریه کې د ایران مشورتي کمیټې لاسلیک کړې ویل شوي چې د امریکا په برید کې ګڼ شمیر جنګیالي وژل شوي او ټپي شوي خو دا یې ندي ویلي چې دا جنګیالي د کوم هیواد / هیوادونو اتباع و.

په اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی که "په سوریه کې زمونږ مرکزونه او ځواکونه په نښه شي، مونږ یې د ځواب ویلو وړتیا لرو".

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې په سوریه کې د متحده ایالاتو په هوايي بریدونو کې چې د پنجشنبې په ورځ یې کړي ۱۴ ایران پلوه جنګیالي وژل شویدي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې په بریتانیا کې میشت ده او په سوریه کې د سرچینو پراخې شبکې لري، ویلي چې د امریکا په بریدونو کې د نهو سوریایانو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو ددې څارونکې ادارې مشر رامي عبدالرحمن وویل، "امریکا په دیرالزور ښار کې د وسلو یو ډیپو په نښه کړ، شپږ ایران پلوه جنګیالي یې ووژل، او دوه نور جنګیالي د المیادین په دښته کې او شپږ نور د البو کمال سره نږدې په بریدونو کې ووژل شول."

عبدالرحمن وویل، د جمعې په سهار، د ایران ملاتړې ډلې المیادین ښار ته څېرمه د امریکا یوې اډې ته نږدې درې توغندي وتوغول.

دا لومړی ځل ندی چې په سوریه کې په میشتو امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه کیږي. پوځي چارواکي وایي چې د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د سوریې په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو په مرکزونو ۷۸ ځلې بریدونه شوي خو دا لومړی ځل دی چې پدې بریدونو کې سرتیرو او قراردادیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

په سوریه کې د امریکایي سرتیرو دقیق شمیر ندی معلوم خو ویل کیږي چې شاوخوا ۹۰۰ امریکایي سرتیري د کردي ځواکونو سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف عملیاتو کې برخه لري چې ډیری یې د سوریې په ختیځ کې دیره دي.

XS
SM
MD
LG