د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د غزې تړانګې ته د مرستندویه موادو د روانیدو هرکلی کړی


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د غزې تړانګې ته چې د اسرائیل لخوا کلابنده ده، د محدودو خیریه موادو روانیدو هرکلی کړی او د مصر، اسرائیل او ملګرو ملتونو د مشرانو څخه یې مننه کړې چې د دې موادو استول یې ممکن کړیدي.

په بشري مرستو بار د مصر د سرې میاشتې د ۲۰ لاریو یو کاروان، د شنبې په ورځ د رفح له لارې چې د مصر تر کنټرول لاندې ده، د غزې محاصره شوې تړانګې ته روان شو.

ښاغلي بایډن شنبه اکټوبر ۲۱ (تلې۲۹) په یوې اعلامیې کې وویل چې متحده ایالات پدې ژمنه ولاړ دی چې د غزې په تړانګې کې ملکیان خوراکي موادو، اوبو، روغتیایي خدماتو او نورو مرستو ته لاسرسی ولري.

لسګونه په مرستو بار لارۍ موټر د رفح سرحد سره د څو ورځو راپدیخوا پدې انتظار ولاړې دي چې سرحد پرانیستل شي او دا مرستندویه مواد په غزې کې عامو خلکو ته ورسول شي.

د شنبې په سهار شلو لاریو ته د داخلیدو اجازه ورکړل شوه چې خوراکي مواد، اوبه او دارو درمل پکې بار وې.

ښاغلي بایډن په اعلامیې کې همدرانګه ویلي چې د ټولو خواوو سره به کار کوي چې د رفح سرحد پرانیستی او فعال وي تر څو د غزې خلکو ته "مرستندویه مواد روان وي چې سخته اړتیا ده ورته".

اسرائیل د روانې اکټوبر میاشتې ۷ مې نیټې راپدیخوا د غزې په تړانګې خوراکي مواد، روغتیایي سامان آلات او تیل بند کړیدي او دا خطر هم موجود دی چې اسرائیل ښایي پدې تړانګې د ځمکې د لارې یرغل وکړي.

د جمهور رئیس بایډن تر څنګ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم غزې ته په مرستو بار لاریو تګ هرکلی کړی او ویلي یې چې دا کار د متحده ایالاتو د څو ورځو نه ستړي کیدونکي دیپلوماتیک تعامل له کبله ممکن شوی او د حماس ډلې ته یې خبرداری ورکړی چې لاسوهنه پکې ونکړي.

ښاغلي بلینکن وویل ، "که چیرته د حماس ډله دا مرستې پټې کړي او یا بلې خوا ته یوسي، یو ځل بیا به وښیي چې د فلسطین خیر ښیګڼې هیڅ پروا نکوي او په عملي توګه به د دې مرستو په رسولو کې د نړیوالې ټولنې په چارو کې خنډ پیدا کړي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارتین ګریفیتس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرستې د مصر د سرې میاشتې او ملګرو ملتونو له خوا برابرې شوې دي.

هغه وويل، چې د دغو بشري مرستو د ليږدولو طرحه تصويب شوې ده او د ملګروملتونو په مرسته به فلسطيني سرې مياشتې ته وسپارل شي.

د حماس له بریدونو وروسته، اسرائیل په یو غچ اخیستونکي اقدام کې د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې پر غزې هوايي او راکټي بریدونه پیل کړي دي. د غزې د روغتیايي مسؤلینو په وینا، ددغو بریدونو له امله د ۱۷۵۶ ماشومانو په ګډون، نږدې ۴۳۸۵ کسان وژل شوي دي.

اسرائیلي چارواکو همداشان ویلي، چې د حماس په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۲۰۰ کسان ټپیان شوي او دغه ډلې د بهرنیو اتباعو په ګډون تر ۲۰۰ ډېر کسان یرغمل کړي دي.

د خوراک نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) ویلي چې په کاروان کې درې لارۍ د هغوي دي چې ۶۰ ټنه ضروري خوراکي مواد لکه خواړه، د غنمو اوړه او نور خوراکي مواد بار و. دې ادارې ویلي چې ۹۳۰ ټنه نور خوراکي مواد یې د رفح بندر سره نږدې په لاریو کې پرتې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG