د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دموکرات گوند مقدماتي انتخابات؛ بایدن او سندرز مخکښ دي


د امریکا د ٢٠٢٠ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د دموکرات گوند مقدماتي انتخابات د سه شنبې په ورځ، د مارچ په درېیمه نیټه په ١۴ ایالتونو کې وشول چې ٢٠ تنو دموکراتو کاندیدانو په کې مبارزه کوله.

د دموکرات گوند په دغو خپلمنځي انتخاباتو کې جو بایدن په نهو ایالتونو کې بریالیتوب ترلاسه کړ او برني سندرز د کالیفورنیا په گډون د څلورو ایالتونو رایې خپلې کړې.

د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما مرستیال جو بایدن د "سترې سه شنبې" په نامه گوندي ټاکنو کې په ویرجینیا، شمالي کارولینا، الاباما، اوکلاهاما، تنیسي، ارکنساس، منیسوتا او ماسه جوسیت ایالتونو کې بریالی شو.

دا پداسې حال کې چې د هغه نژدې سیال برني ساندرز د کالیفورنیا د ستر ایالت تر څنگ کلورادو، یوتا او په خپل ټاټوبي ایالت ورمونت کې تر نورو ټولو کاندیدانو زیاتې رایې وگټلې.

د دموکرات گوند د خپلمنځي ټاکنو دغه دوه مخکښ کاندیدان جوبایدن او برني سندرز نن د چهارشنبې په ورځ د مېن په ایالت کې سره نژدې سیالي لري، خو سناتوره الیزابت وارن او د نیویارک پخوانی ښاروال مایکل بلومبرگ هم مطرح کاندیدان دي.

سناتور برني ساندرز د سه شنبې په ورځ په خپل ایالت ورمونت کې د انتخاباتي مبارزې یوې غونډې کې وویل چې نه یواځې به د دموکرات گوند نوماند شي بلکه د جمهوري ریاست په ټاکنو کې به د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید دونالد ټرمپ ته هم ماتې ورکړي.

جمهوري ریاست ته د کاندیدو لپاره د دموکرات گوند په خپلمنځي گوندي انتخاباتو کې هر ایالت د نفوس د فیصدۍ له مخې گوندي استازي ټاکي. ددې لپاره چې یو نوماند وکړای شي د گوند په استازیتوب جمهوري ریاست ته کاندید شي باید د ټولې امریکا په کچه د ١٩٩١ گوندي استازو رایه خپله کړي. د سه شنبې په ورځ د دموکرات گوند ملي کنوانسیون ته ١٣٥٧ گوندي استازي وټاکل شول.

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات د روان ٢٠٢٠ کال د نومبر په دریمه نیټه کیږي. د جمهوري غوښتونکي گوند په استازیتوب برحال جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دوهم ځل لپاره کاندید دی او تر اوسه د دموکرات گوند په کاندیدانو کې جو بایدن مخکښ دی.

XS
SM
MD
LG