د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: امکان لري بله میاشت د چین جمهور رئیس سره وګورم


د متحده ایالاتو او چین جمهور رئیسانو د وروستي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې په اندونیزیا کې کتلي و.
د متحده ایالاتو او چین جمهور رئیسانو د وروستي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې په اندونیزیا کې کتلي و.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي امکان لري چې راتلونکې میاشت د کلیفورنیا په ایالت کې د خپل چینایي سیال سره وګوري.

ښاغلي بایډن جمعه اکټوبر ۶ (تلې۱۴) خبریالانو ته وویل چې تر دې دمه د شي جنپنګ سره د مخامخ لیدنې لپاره نیټه نده ټاکل شوې.

د امریکا جمهور رئیس وویل، "تر اوسه داسې کومه لیدنه ټاکل شوې نده او دا یوازې یو امکان دی".

ټاکل شوې چې را راونه میاشت د متحده ایالاتو د کلیفورنیا ایالت د سانفرانسیسکو په ښار کې د آسیا-آرام سمندر اقتصادي همکارۍ د غړیو هیوادونو مشران غونډه وکړي چې د چین جمهور رئیس هم پکې ګډون کوي.

د امریکا او چین مشرانو د وروستي ځل لپاره تیر کال د نومبر په میاشت کې د اندونیزیا د بالي په ټاپو کې د جي-۲۰ هیوادونو مشرانو په غونډې کې سره کتلي و او تر هغې وروسته یې خبرې ندي کړي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو پخوا ویلي و هیله ده چې د دواړو هیوادونو مشران ژر سره وګوري او کوښښ یې دا دی چې د چین اړخ ملاقات کولو ته قانع کاندي.

په واشنګټن ډي سي کې د چین د سفارت ویاند لیو پینګوین د سانفرانسیسکو په ښار کې د دې احتمالي ملاقات په هکله د تبصرې کولو ډډه وکړله خو دومره یې په یوې اعلامیې کې ویلي چې دواړه هیوادونه د دوه اړخیز تعامل او تبادلې په هکله په اړیکه کې دي.

په اعلامیې کې ویل شوي، "چین او متحده ایالات اړتیا لري چې په عین لوري کار وکړي، خنډونه لیرې کړي او په کوټلو ګامونو سره د اختلافاتو چاره وکړي او د ښه نیت له مخې همکاري او خبرې اترې پراخه کړي".

سره لدې چې د دواړو هیوادونو مشرانو څه کم یو کال کیږي خبرې ندي کړي خو د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا مشر جیک سلیوان تیره میاشت په مالټا کې د خپل چینایي سیال سره کتلي و.

او د همدې ملاقات څخه وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د خزانې وزیرې جینیت یلین بیجنګ ته سفرونه کړي و او د جګپوړو چینایي چارواکو سره یې کتلي و.

د متحده ایالاتو د سنا مجلس اکثریت ګوند مشر چک شومر هم پلان لري چې راتلونکي اوونۍ د یو جګپوړي پلاوي سره یو ځای چین ته ولاړ شي.

خو د دې ټولو هڅو سره سره، د متحده ایالاتو او چین اړیکې چې په نړۍ کې تر ټولو ستر اقتصادي هیوادونه دي، تیر کال د څو مسایلو له کبله ترینګلې شویدي.

د دوه اړخیزې سوداګرۍ شخړه، په چین کې د لږکیو، په ځانګړې توګه په سینکیانګ کې د اویغور مسلمانانو د حقونو څخه سرغړونه او په هانګ کانګ کې د چین د سختو قوانینو پلي کول د متحده ایالاتو سره د چین جنجالي مسلې دي.

د تايوان په اړه د چين دريځ او له تايوان څخه د امريکا ملاتړ او د جنوبي چين د اوبو په سر شخړه چې د سيمې يو شمېر هېوادونه پرې دعوه لري، د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ د ترينګلو اړيکو نور عمده عوامل دي.

چین په تایوان باندې د مالکیت دعوه لري او د امریکا او تایوان ترمنځ د هر ډول رسمي معاملو مخالف دی. تایوان د چین د مالکیت ادعا ردوي او وايي چې خلک یې خپل برخلیک په خپله ټاکي.

په تیرو څو میاشتو کې تایوان ته د لوړپوړو امریکايي چارواکو سفرونو د چین سخت غبرګون وپاروه او تایوان ته څېرمه په سمندر کې یې په پراخو پوځي تمرینونو لاس پورې کړ.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د متحدو ایالاتو له لوري د "واحد چین" پالیسي نه ده بدله شوې.

د ویتنام سره د متحده ایالاتو سوداګري له ۲۰۱۹ راهیسې ګړندۍ شوې ده. خو محدودیتونه شته چې څومره د دغه هېواد د زیربنا، د کارګرو د مهارتونو او حکومتوالۍ له ښه والي پرته نور پرمختګ کولای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG