د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ټاکنې: بایډن ډاډه دی چې ګټي‌ یې 


د امریکا د ۲۰۲۰ ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډموکرات ګوند کاندید، جو بایډن رایې د پنسلوانیا په ایالت کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید او برحال ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ډیرې شوې

ښاغلي بایډن په لومړي سر کې په دغه ایالت کې تر ښاغلي ټرمپ ۵ زره ډیرې رایې درلودې خو اوس بایډن د ټرمپ نه ۲۹ زره رایې وړاندې دی.

که چیرته د دیموکرات ګوند کاندید، جوبایډن په دغه ایالت کې ګټونکی شي نو د ولسشمرۍ لپاره به هغه پاتې انتخاباتي رایې هم ترلاسه کړي چې د ټاکنو ګټلو لپاره ورته اړتیا لري.‌

همداراز بایډن د جورجیا، ارزونا او نواډا په ایالتونو کې هم د ډونالډ ټرمپ څخه مخکې دی او په دغو ایالتونو کې د رایو شمیرنه لا هم روانه ده.‌

خو ښاغلي بایډن بیا هم تیره شپه د نومبر ۶‌( لړم ۱۶) خپلو ملاتړو سره د خبرو پر مهال د بریا اعلان ونکړ او ویې ویل”د رایو شمیرنه یو ډیر واضح او قانع کوونکی حکایت لري، مونږ به په دغو ټاکنو کې ګټونکي شو. “

له بلې خوا ښاغلی ټرمپ د شمالي کرولینا او الاسکا په ایالتونو کې له جو بایډن څخه مخکې دی . ټرمپ تر اوسه ۲۱۴ انتخاباتي رایې ګټلې دي.

د ښاغلي ټرمپ لپاره د پنسلوانیا ایالت ګټل ډیر مهم دي ځکه چې که باقي ټول ایالتونه وګټي او په پنسلوانیا کې یې وبایلي نو هغه انتخاباتي رایې نشي پوره کولی چې دده بریا تضمین کړي.

همداراز ښاغلي بایډن د ټرمپ په پرتله څلور ملیونه ډیرې رایې اخیستې دي او انتخاباتي رایې هم ۲۵۳دي.

سږکال د امریکا په ټاکنو کې ۱۵۰ ملیون څخه ډیرو کسانو رایه ورکړې چې تر اوسه یې ۷۴ میلیون د ښاغلي بایډن او ۶۹ میلیون یې د ډونالډ ټرمپ په طرفدارۍ اچول شوي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د جمهوري ریاست ټاکنې د سه شنبې په ورځ وشوې خو لا هم معلومه نده چې آیا انتخابات د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید او برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او که د دیموکرات ګوند کاندید، جوبایډن ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG