د لاس رسي وړ اتصالات

د کانگرس غړي: امریکا تر کومه او ولې باید په افغانستان کې پاته شي


پرون د چارشنبې په ورځ ( مۍ ٢۴ ) د واشنگټن د سپنې ماڼۍ مخې ته په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت او هلته د فعالیتونو د بندولو لپاره د یوې قانوني مسودی په هکله خبري کنفرانس جوړ شوې و.

په دغه خبري کنفرانس کې د کانگرس غړو د کانگرس د رئیس پاول راین نه وغوښتل چې هغوي ته وخت ورکړي چې په افغانستان کې د امریکا د شپاړس کلنې جگړې او هلته د امریکا د لگښتونو په هکله بحث وکړي.

په دغه خبري غونډه کې په کانگرس کې د امریکا د متحده ایالاتو د دواړو سیاسي گوندونو غړو برخه اخیستي وه.

د جمهوري غوښتونکي گوند غړي جونز والټر د خبري کنفرانس په سر کې د افغانستان په هکله وویل چې دا یو داسې ملک دی چې د نړۍ د قدرتمندو ملکونو هدېره گڼل کیږي او امریکا په هغه ملک کې د خپلو مالیه ورکونکو د پیسو لگولو ته دوام وکړیدی.

هغه زیاته کړه "مونږ د پاول راین نه غواړو چې اجازه راکړې چې په کانگرس کې په دې هکله بحث وکړو. د ١٦ کلونو د جگړې نه وروسته هم په کانگرس کې داسي غړي شته چې د افغانستان په هکله یې هیڅ بحث ندی کړی".

د جمهوری غوښتونکي گوند یو بل غړي ډان ینگ دغې خبري غونډې ته د خپلې وینا په سر کې خپل ځان داسې معرفې کړ چې د هغو خلکو د جملې نه یو دی چې په نړیوال جنگ او یولسو نورو جنگونو کې یې برخه اخیستي .

ښاغلي ینگ د والټر د خبرو په تائید وویل "د افغانستان جگړه د ١٦ کلونو راهیسې روانه ده او هیچ چا دا پوښتنه ونه کړه چې مونږ هلته څه کوو او ولي هلته یو. زه دا فکر کوم چې مونږ ته پکار ده چې په دی مسئلې بحث وکړو."

ډان زیاته کړه چې هغه په خپله په یولسو جنگونو کې برخه اخیستي ده او گیله یې وکړه چې زیاتره امریکایان د دې جنگ نه بی خبره دي.

دغه خبري کنفرانس ته د کانگرس یو بل غړي دیموکرات گارامنډي جان هم وینا وکړه هغه وویل چې "هر کال د امریکا په دفاعي بودیجې کې په ملیونو ډالره افغانستان ته تخصیص کیږي او زه د ځان نه دا پوښتنه کوم چې پکار نه ده چې مونږ په دی هکله بحث وکړو."

د امریکا غږ د افغانستان څانگې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې د کانگرس څومره غړي به وغواړي چې د افغانستان نه عسکر بیرته وباسي، ښاغلي والټر وویل چې "تیر ځل مونږ په ٢٠٠١ کال کې د افغانستان په مسئلې بحث کړی و. مونږ غواړو چې په کانگرس کې یواځي درې څلور ساعته د افغانستان په پالیسۍ خبرې وکړو."

ښاغلي والټر زیاته کړه چې "پال راین کولی شي چې دغه خبرې پیل کړي. خو داسې نه ښکاري چې هغه به زمونږ د عسکرو د وینو تویدو مسئولیت په غاړه واخلي. زمونږ عسکر په یو داسي ملک کې وژل کیږي چې هغه به چیرته هم تغیر و نه کړي."

د دغه خبري غونډې په مهال د کانگرس غړو د هغو ماشومانو عکسونه نیولې و چې پلرونه یې د افغانستان په جگړې کې وژل شویدي. د کانگرس استاځو د هغو عسکرو د قربانیو یادونه هم وکړه چې په دی جنگ کې مړه او زخمیان شویدي.

د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ پلان

د یادوني وړ ده چې د امریکا ولسمشر چې دا وخت د ولسمشرۍ د دورې د پیلیدو نه ورسته په خپل لومړني بهرني سفر بوخت دی، افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو په هکله پریکړه کوي

د امریکا لوړپوړي پوځیان افغانستان ته د ٣٠٠٠ نه تر ٥٠٠٠ پورې نورو امریکایي سرتیرو د استولو په هکله یو نظر لري. هم دا وخت افغانستان کې د افغان عسکرو د روزنې په مقصد ٨۴٠٠ امریکایي او ٦٥٠٠ ایتلافي قواوې موجودې دي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په پرله پسې توگه دا ویلي دي چې په سیمه کې د اسلامي دولت د ډلې ختمولو ته ژمن دی. ښاغلي ټرمپ سعودي ته د خپل سفر په وخت کې هم د اسلامي ملکونو نه وغوښتل چې د ترهگرۍ په ضد په جگړې کې متحد شي.

ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې نه مخکې په پخواني ولسمشر اوباما باندې په دی وجه انتقادونه کول چې د افغانستان جگړې ته یې دوام ورکړیدی.

په امریکا کې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې د پیلیدو نه وروسته دا بحثونه زیات شویدي چې د امریکا نوی حکومت به په افغانستان کې د سولې لپاره څه اقدامات کوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG