د لاس رسي وړ اتصالات

پوست: د ایبټ اباد اسناد ښيي چې اساما غوښتل ولسمشر اوباما او جنرال پیټریس ووژني


د واشنگټن پوست ورځپاڼه د هغو اسنادو له مخې چې د پاکستان په ایبټ اباد کې ترلاسه شوي دي خبر ورکوي چې اسامه بن لادن د القاعدې شبکې ته هدایت کړی و چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال ډیوید پیتریس ووژني.امریکايي چارواکو او څیړونکو ویلي داسي شواهد نه ویني چې القاعده شبکه دي دا ډول برید کولو ته چمتو وي.

بلې لورې ته د القاعدې مشر ایمن الظواهري په پاکستانیانو غږ کړی چې د خپل حکومت پرخلاف راولاړ شي . پردې سربیره هغه د یو امریکايي یرغمل شوي خیریه کارکوونکي په بدل کې خپلې غوښتنی مطرح کړي.

ظواهري د جمعې په ورځ په څه باندې لس دقیقه یې ویډیو کې وايي یرغمل شوی یهود امریکايي چې تیر اوړی په پاکستان کې نیول شوی تر هغه به ازاد نه شي تر څو چې د القاعدې او طالبانو په تړاو نیول شوي بندیان لکه عافیه صدیقي، شیخ عمر عبدالرحمن او د اسامه بن لادن پلویان، له امریکایي زندانونو خوشي نشي. ظواهري له پاکستانیانو غوښتنه کړې چې د عربي هیوادونو د غورځنگونو په څیر خپل حکومتونه ړنگ کړی او د خائینو جنرالانو په وړاندې ودریږي.

XS
SM
MD
LG