د آواز په یوه فیته کی چی ویل کیږی د القاعدې د مشر اسامه بن لادن به وي، د نړۍ د مسلمانانو نه غوښتل شوي دي چی د پاکستان د سیلاب ځپلو خلکو سره مرسته وکړي.
دا فیته د یاغیانو د انټرنیټ په ویب پاڼو کي خپره شوې ده.د آواز یوه فیته پرون د جمعې په ورځ هم خپره شوې وه او په هغې کي بن لادن په پاکستان کي د وروستیو سیلابونو په باب خبري کړي وې.
او نن د شنبې په ورځ هغه په ١٣ دقیقه یي وینا کي په دې عنوان چی " د خپلو پاکستاني وروڼو سره مرسته وکړۍ " دې ته زیاته پاملرنه کړې چی د نړۍ اسلامي هیوادونه ولي د پاکستان سره د مرستو په عملیاتو کي زړه نازړه دي.
په پرونۍ وینا کي چی ١١ دقیقې وه هغه په پاکستان کي د ژغورنې په چارو باندې انتقادونه کړي وو او د چاپیریال د تغیراتو په باب یې د اقداماتو غوښتنه کړې وه.