د لاس رسي وړ اتصالات

په دشت برچې کې اور لګیدو او ماین چاودنې کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ویل کیږي چې په موټر کې د اور لګیدو وړاندې چاودنه شوې.
ویل کیږي چې په موټر کې د اور لګیدو وړاندې چاودنه شوې.

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي د کابل په لویدیځ د دشت برچي په سیمه کې په یو مسافر وړونکي موټر کې د اور لګیدو له کبله یو ملکي کس وژل شوی او ۳ نور ټپي شویدي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې په هکله په ټویټر کې لیکلي چې "ظاهراً" په ټونس موټر کې د اور لګیدو له امله چاودنه شوې.

ښاغلي مجاهد د پیښې په هکله نور معلومات ندي ورکړي خو وایي چې د پیښې د علت او څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

بل پلو عیني شاهدان وایي چې اور د چاودنې له کبله لګیدلی. یو شمیر عیني شاهدانو ادعا کړې چې په موټر کې مقناطیسي ماین ځای پر ځای شوی و چې د چاودنې نه وروسته موټر اور اخیستی.

سره لدې چې د کابل لویدیځه او په ځانګړې توګه د دشت برچي په سیمه کې چې ډیری اوسیدونکي یې شعیه ګان او هزراه ګان دي تر دې وړاندې د داعش وسله والې ډلې څو بریدونه کړي خو تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې.

د همدې سیمې د سید الشهدا په یو ښوونځي د روان کال د غوایي د میاشتې په ۱۸ مې یوې خونړۍ حملې کې لږ تر ږله ۱۵۰ تنه ووژل شول چې ډیری یې د ښوونځې زده کوونکې نجونې وې.

تر دې برید وړاندې د همدې سیمې د کوثر په ښوونیز مرکز چاودنه وشوه چې ۱۸ تنه پکې ووژل شول او ۵۷ نور ژوبل شول.

په یو بل برید کې چې د سیمې په یو نسایي ولادي روغتون کې وشو د ماشومانو او میرمنو په ګډون پکې ۱۴ ملکیان ووژل شول او ۱۵ نور ټپي شول.

د همدې سیمې د موعود په روزنیز مرکز هم برید شوی چې ۴۰ تنه پکې وژل شوي او لږ تر لږه ۶۷ نور ټپي شوي و.

This item is part of
XS
SM
MD
LG