د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په برید کې ۴۳ تنه وژل شوي ۲۷ ټپیان دي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل ښار په پروني موټر بم او ډله ییز برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وحید الله مجروح نن سې شنبې د «مرغومې پر څلورمه» یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې په وژل شوو کسانو کې ۱۱ ښځې او ۲۷ نارینه شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې په پرونۍ موټر بم چاودنې او ډله ییزې حملې کې د ۱۸ نارینو، ۷ ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې پرونی برید
په کابل کې پرونی برید

وسله والو پرون دوشنبې څه باندې درې بجې لومړی د کابل ښار د ۱۶ امنیتي حوزې اړوند د زړو مکروریانو په سیمه کې موټر بم چاودنه وکړه او وروسته یې د شهیدانو او معلولینو چارو پر معینیت حمله وکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم دغه کنفرانس ته وویل چې حمله کوونکي څلور تنه وه چې درې فواید عامې وزارت او یو تن یې د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت ته داخل شوی و.

دغه حمله چې شاوخوا ۷ ساعته یې دوام پیدا کړ، ښاغلی دانش وايي، چې د حمله کوونکو د له‌منځه وړلو عملیاتو د خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر وغځېدل.

دانش وویل چې د حملې له ځایه د پولیسو خاص ځواکونو او ملي امنیت ۳۵۷ تنه چې اکثره یې د فواید عامې وزارت او شهیدانو او معلولینو چارو معنیت مامورین او دغه ارګانونو ته راغلي مراجعین و په خوندي ډول ایستلي دي.

هغه وویل تر دامهاله معلومه نه ده چې دغه حمله کومې وسله والې ډلې کړې خو زیاته یې کړه چې په دې اړه یې د دوی څېړنې روانې دي.

تر دامهاله هیڅ کومې وسله والې ډلې د دغه حملې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، افغان قواو د معلولینو او شهیدانو د چارو معینت ودانۍ نه درې نیم سوه نه زیات کسان ژوندي ژغورلي چې خپلو کورو ته رسیدلي دي.

ښاغلي دانش پخپل ټویټر لیکلي چې برید کې د ٢٨ ملکي کسانو د مرگ راپور لري چې یو پولیس او یو ماشوم هم پکې شامل دی ،درې پولیسان ټپیان دی.

دې نه وړاندې

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ ته وویل برید د پنځو کسان لخوا شوی دی. دی وايي چې لومړي برید کوونکي ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او دوه کسان د پولیسو لخوا وژل شوي او دوه نور برید کوونکي تراوسه له امنیتي ځواکونو سره مقاومت کوي.

د مجاهد په وینا په دغه برید کې یو پولیس هم وژل شوی او د دریو پولیسو په ګډون ۶ ملکي کسان ټپیان دي. د شهیدانو او معلولینو له معینیت څخه ۲۶۰ کسان ژوندي ایستل شوي دي.

پولیسو وايي چې د دوو نورو برید کوونکو له منځه وړولو لپاره عملیات روان دي.

پخواني معلومات

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ ته وویل وسله وال چې شمېر یې معلوم نه دی دغه معینیت ته داخل شوي دي.

رحیمي وویل چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او نښته اوس هم روانه ده.

هغه وویل چې تر دامهاله په دغه پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات معلوم نه دي.

تر دامهاله د دغه چاودنو او وسله والې حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

پر همدې مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د پېښې له ځایه روغتونونه ته څلور ټپیان انتقال شوي دي.

پخواني معلومات

شېبه وړاندې د کابل ښار د ۱۶ حوزې اړوند د زړو مکروریانو په سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر دریمه» امریکا غږ ته وویل چې دوی هم په سیمه کې د چاودنې غږ اورېدلی خو وايي چې تر اوسه تثبیت شوې نه ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه سیمې ته د دوی څېړونکی ټېم استول شوی چې وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک شي.

ویل کېږي چې دغه چاودنه د فواید عامې وزارت ته نژدې رامنځته شوې ده.

XS
SM
MD
LG