د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوایي ډګر ته نژدې په ګڼه ګوڼه کې چاودنه شوې 


د کابل هوایي ډګر ته نږدې په ګڼه ګوڼه کې چاودنه

د کابل نړیوال هوایي ډګر ته نږدې چاودنه شوې. زرګونو کسان دلته د افغانستان څخه د وتلو د هڅې لپاره راټول شوي دي. د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې برید هغوي کړی.

تر اوسه ددې چاودنې نوعیت ندی څرګند شوی، خو د رویترز اژانس د امریکایي منابعو له قوله رپوټ ورکړی چې دا برید "ځانمرګې" حمله وه.

همداشان څو شیبې مخکې د کابل هوایي ډګر ته نژدې په یو هوټل کې هم د چاودنې د رامنځته کیدو خبر ورکړل شوي، خو جزییات ندي څرګند شوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د کابل د هوایي ډګر ته نژدې چاودنې په اړه په ټویټر کې لیکي چې پیښه تائیدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه جزییات ندي ترلاسه شوي.

د روغتیایي مسولینو په وینا یو شمیر ټپیان د پیښې له ځایه د کابل ښار روغتونونو ته انتقال شوي دي، خو کره شمیره نده ذکر شوی.

د رویترز اژانس د طالبانو د یو مقام له قوله رپوټ ورکړی چې لږ تر لږه د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان پدې پیښه کې وژل شوي دي او د طالبانو په ګډون یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

د سپينې ماڼۍ یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د کابل په هوایي ډګر کې د "خونړي برید" په هکله جمهور رئیس جو بایډن ته معلومات ورکړل شوي. دغه چارواکي ویلي چې جمهور رئیس بایډن په سچویشن روم کې دی. د امریکا جمهور رئیس د خپل ملي امنیت د ټیم سره پدې کوټې کې په بحراني حالت کې راټولیږي او د هیواد نه بهر د مسؤلینو سره په خوندي توګه خبرې کوي.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددې چاودنې د کولو ادعا نده کړې.

له دې دمخه د امریکا د متحده ایالاتو او بریتانیا په ګډون څو لویدیځو هیوادونو خپلو هیوادوالو او هغه افغانانو ته چې د افغانستان نه د وتلو هڅه کوي خبرداری ورکړی و چې د داعش د ترهګریزو بریدونو د ګواښ په دلیل د کابل هوایي ډګر ته له ورتګ ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یو ټویټري پیغام کې د کابل هوایي ډګر ته نژدې "د سترې چاودنې" او "ډزو" پیښه تائید کړې او د امریکایانو څخه یې غوښتي چې د میدان دروازو ته له راتګ څخه دې ډډه وکړي. پدې پیغام کې هغو امریکایانو ته چې د هوایي ډګر په دروازو کې موجود دي سپارښتنه شوې چې ژر تر ژره له ساحې لرې شي.

د افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو د بشپړه وتلو لپاره د اګست د ۳۱ نیټې د مهلت په رارسیدو سره د افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو، بهرنیو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو او د ګواښ سره مخامخ افغانانو د ایستلو لپاره پوځي عملیات دوام لري چې د کابل د هوایي ډګر د دروازو تر شا او شاوخوا د سختې ؛ڼې ګوڼې سبب شوي دي.

د بریتانیا د وسله وال پوځ وزیر جمیس هیپي د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۶ (وږي ۴) بي بي سي ته وویل چې د کابل په هوایي ډګر کې "د یوې نژدې پیښیدونکې حملې په هکله ډیر باوري رپوټونه" شته دی.

د بلجیم صدراعظم الکساندر دی کرو، هم ددې برید څخه دمخه ویلي وو چې د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو له خوا یې د "خلکو په منځ کې د ځانکرګو بریدونو" په اړه یې معلومات ترلاسه کړي.

په کابل کې د امریکا سفارت شاردافیر او سرپرست راس ویلسن، هم د ای بي سي خبري شبکې سره په مرکه کې د کابل په هوایي ډګر کې د دغه "ژر پیښیدونکي" امنیتي ګواښ په هکله رپوټونه "معتبر" ګڼلي وو.

د پنجشنبې په سهار طالبانو د کابل د هوایي ډګر د یوې دروازې مخ ته د خلکو د ګڼې ګوڼې د خورولو لپاره د اطفایي د موټرونو په واسطه له اوبو شیندلو او اوښکې بهونکي ګاز څخه کار واخیست.

وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان ولایتونه او ښارونه یو د بل پسې ونیول د زندانونو دروازې یې د بندیانو پرمخ خلاصې کړې. د داعش جنګیالي چې د افغانستان د پخواني حکومت له لورې نیول شوي وو په زندانونو کې په ځانګړې توګه په پلچرخي زندان کې بندیان وو.

XS
SM
MD
LG