د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په چاودنې کې څلور تنه ټپیان شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

عیني شاهدانو په کابل کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی چې لږ تر لږه څلور تنه په کې ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیندۍ ۲۶) د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د "پروان سوم" په سیمه کې شوې ده.

عیني شاهدانو او د افغانستان یو شمیر محلي رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه چاودنه د یو دیني عالم عبدالسلام‌ عابد، په موټر کې د یو ایښول شوي ماین په نتیجه کې شوې ده. ښاغلی عابد یو دیني عالم او د جمعیت اصلاح د رهبرۍ هیات غړی دی.

مولوي عبدالسلام عابد، ته یو نژدې کس امریکاغږ ته وویل چې پدې چاودنه کې د ددغه دیني عالم په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.

هغه چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي زیاته کړه چې د ښاغلي عابد روغتیایي حالت د اطمینان وړ دی او اوس د کابل ښار په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی. هغه همداشان وویل چې په ټپیانو کې د ښاروالۍ د تنظیف پخوانی رئیس امان‌الله صافی، هم شامل دی چې په وینا یې روغتیایي حالت یې خطرناک دي.

د طالبالنو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجینر عزام پدې هکله وویل چې: «د اسلام د دښمنانو له لورې د هیواد جید ديني عالم مولوي عبدالسلام عابد صیب په یوه بمي چاودنه کې هدف ګرځول شوی ؤ، چې لله الحمد نوموړی له دې چاودنې روغ وتلی. نوموړی عالم الدين د څلورو ملګرو سره سرسري ډول زخمي دی.»

د ښاغلي عزام په وینا، امنيتي چارواکي د پيښې جدي پلټنه کوي او د امنيت اخلالوونکي به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

مولوی عبدالسلام‌ عابددمخه د کابل ښار د عبدالرحمن د جامع جومات خطیب و چې د هغه د خپلوانو په وینا تازه له دې مقام څخه ګوښه شوی دی.

تر اوسه چا ددې چاودنې مسولیت ندی منلی. خو دمخه د داعش-خراسان تروریستي ډلې په افغانستان کې د ورته پیښو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

دا پداسې حال کې دي چې درې ورځې مخکې هم په کابل کې د سړک د غاړې د یو ماین په چاودنه کې د طالب مقاماتو په وینا یو تن وژل شوی و او درې تنه نور ټپیان شوي وو.

XS
SM
MD
LG