د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په کارته پروان کې د 'اهل هنود پر عبادت ځای' وسله وال برید شوی


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «کارته پروان» سیمه کې د افغان اهل هنود پر عبادت ځای برید کوونکي تر څو ساعتونو وروسته له منځه یووړل شول.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن شنبه جون ۱۸ (غبرګولې ۲۸) خبریالانو ته وویل چې په دغه برید کې یو طالب سرتیری او یو افغان اهل هنود وګړی وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د ټکور په خبره په ټپیانو کې دوه اهل هنود وګړي هم ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د پېښي ټپیان د درملنې په هدف روغتون ته انتقال شوي دي.

ښاغلي ټکور په دې اړه نور معلومات ورنکړل، خو زیاته یې کړه چې په دې اړه څېړنې پيل شوي دي.

مخکني معلومات

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «کارته پروان» سیمه کې څو پرله پسې چاودنې تائید کړې او وایي چې تر دغه چاودنو وروسته څو تنه وسله وال په دغه سیمه کې د اهل هندو عبادت ځای ته داخل شوي دي.

دغه چاودنې د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولې ۲۸) سهار د «کارته پروان» اړوند د اهل هندو او سیکانو عبادت ځای ته نژدې رامنځته شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور خبریالانو ته په لېږلي پيغام کې ویلي چې وسله والو لومړی د دغه «درمسال» پر امنیتي ساتونکو لاسي بمونو اچولي او تر هغه وروسته د اهل هنود عبادت ځای ته داخل شوي دي. د نوموړي په خبره د لاسي بمونو اچولو له امله د «درمسال» ودانۍ اور اخیستی دی او په هغه یې هم دوه تنه ټپیان شوي دي.

ښاغلي ټکور زیاته کړې چې له دې امله چې خلک په سیمه کې راټول شوي و، او بریدګرو غوښتل د هغوی په منځ کې له چاودېدونکو ډک موټر ته چاودنه ورکړي، هدف ته رسېدو مخکې پيژندل شوی او د طالب سرتیرو لخوا له منځه وړل شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې تر دا مهاله په دغه چاودنه کې ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي او په خبره یې د بریدګرو د له منځه وړلو عملیات روان دي. د هغه په خبره تر دا مهاله د بریدګرو هویت روښانه نه دی او د پېښې له سیمې څخه خلک له کورونو ایستل شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې تر چاودنو وروسته بریدګرو ډزې پيل کړي او اوس مهال د هغوی او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو وډیویو کې لیدل کیږي چې تر برید وروسته ودانیو کې اورلګېدلی او دود یې له لیري څخه معلومیږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په «کارته پروان» سیمه کې د اهل هنودو «درمسال» په لومړیو شېبو کې د بریدګرو د لاسي بمونو اچولو پر مهال اور اخیستی دی.

د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې افغان اهل هنود او سیکان د یادې سیمې په «درمسال» کې هر سهار د څو ساعتونو لپاره عبادت کوي. او تر نننۍ پېښې وروسته د سیمې ځای ته امبولانسونه رسېدلي دي.

تر دامهاله په کابل ښار کې د افغان اهل هنود او سیکانو پر عبادت ځای د برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.خو تر دې مخکې په افغانستان کې پر اقلیتونو د ورته بریدونو مسؤلیت د داعش ـ خراسان څانګې منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې په کابل، کندهار، بلخ، کندز ، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې پر جوماتونو او خانقاء بریدونو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تیره ورځ د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د «الیف بیردي» په جومات کې چاودنې یو تن وژلی او شپږ کسان یې ټپیان کړي دي.

په کندز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع الله روحاني امریکا غږ ته وویل چې د پېښې ټول قربانیان لمونځ کوونکي و.

XS
SM
MD
LG