د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش ډلې په مزار کې د چاودنو مسولیت ومانه


د داعش ډلې د خپل ټیلیګرام په چاینل کې ادعا کړې ده چې د مزار په ښار کې یې د پنجشنبې د ورځې اپریل ۲۸ (غوايي‌ اتمه) چاودنې دوی کړي چې لږ تر لږه نهه کسان په کې ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

چاودنې په دوو هغو موټرونو شوي چې ولسي شیعه افغانان یې انتقالول.

د بلخ په ولایت کې د طالبانو د حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند آصف وزیري مطبوعاتو ته یوه چاودنه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې چاودنه د مزار ښار د کانتینرونو تم ځای نومې سیمې کې د سلطان غیاث الدین ښوونځي سره نږدې شوې.

په همدې حال کې سیمه ایزو سرچینو او په ټولنیزو شبکو کې ځینو کسانو د مزار شریف د "سجاده تمځای" نامه ځای کې د یوې بلې چاودنې خبر هم ورکړی.

د طلوع نیوز شبکې د ښاغلي آصف وزیري له قوله په راپور کې ویلي چې پدې چاودنې کې ۹ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۳ نور ټپي شوي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې د کولو ادعا نده کړې خو د افغانستان په ډیرو هغو پیښو کې چې قربانیان یې شیعه ګان وي، د کولو ادعا یې د داعش وسله واله ډله کوي.

تیره اونۍ هم د مزار شریف د "سه دکان" په سیمه کې د شیعه ګانو په جومات کې په چاودنې کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي و او ۵۸ نور ټپي شوي و.

داعش په دې وروستیو کې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسولیت منلی دی چې له کبله یې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي‌دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ختمه کړې او هېڅ فعالیت نلري.

XS
SM
MD
LG