د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز په جومات کې د ځانمرګي برید د کولو ادعا داعش وکړله


طالبانو ویلي چې په جومات کې چاودنه ځانمرګی برید و.
طالبانو ویلي چې په جومات کې چاودنه ځانمرګی برید و.

په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش-خراسان ډلې ادعا وکړله چې د کندز په ولایت کې د شعیه ګانو په مسجد کې ځانمرګی برید دوي کړی.

سره لدې چې د باختر خبري اژانس ویلي چې په برید کې ۴۶ تنه وژل شوي او ۱۴۳ نور ټپي شوي خو دوو روغتیایي چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د وژل شویو کسانو شمیر ښایي د ۷۰ او ۸۰ کسانو تر منځ وي.

په یوې اعلامیې کې چې داعش-خراسانپه ټیلیګرام چینل کې خپره کړې ویلي چې "د داعش ځانمرګي برید کوونکي هغه وخت خپل د چاودیدنکو ډک واسک وچاوه چې عبادت کوونکي په جومات کې راټول شوي و".

په اعلامیې کې د ځانمرګي برید کوونکي نوم محمد ال اویغوري یاد شوی او داسې ښکاري چې د چین د اویغور مسلمانانو د اقلیتونو غړی و.

د کندز په ولایتي روغتون کې یوې سرچينې ویلي چې د پیښې د ځای نه د ۳۵ کسانو مړي او ۵۵ ټپیان ور وړل شوي او د بې پولې ډاکټرانو بیا ویلي چې ۲۰ مړي د دوي روغتون ته ور وړل شویدي.

مخکني معلومات:

د کندز مرکز اړوند خان اباد بندر سیمه کې د اهل تشیع افغانانو په جومات کې چاودنه شوې ده.
طالبان وایي چاودنه ځانمرګی برید و. په کندز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ریاست مشر مطیع الله روحاني فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو نه معلومیږي چې په جومات کې چاودنه ځانمرګی برید و خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) په ټویټر کې لیکلي چې په چاودنې کې څه باندې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ټپي شویدي.

خو بل پلو بیا یو طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په چاودنې کې ۲۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبر تائید کړی او ویلي چې په دغه چادنه کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی روښانه کړی.

هغه زیاته کړې چې د پېښې ځای ته د طالبانو ځانګړي ځواکونه رسېدلي او پېښې په اړه یې څېړنې پيل کړي دي.

دغه چاودنه چې طالبانو «جنایت» بللی تر دا مهاله یې نوعیت معلوم نه دی. تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې چاودنې د کولو ادعا نده کړې خو پخوا په افغانستان کې د شعیه ګانو په مراسمو، تکیه خانو او تعلیمي ځایونو د بریدونو د کولو ادعا د داعش وسله والې ډلې کړې.

په سیمه کې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې دغه چاودنه نن ماسپښين دوې بجې د سید اباد کوڅې اړوند یو جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي اکثره د افغانستان اهل تشیع وګړي دي.

د سرچینې په وینا د پېښې له ځایه ګڼ مړي او ټپيان د کندز روغتونونو ته انتقال شوي، خو په خبره یې د مرګ ژوبلې کره ارقام تر اوسه معلوم نه دي.

ویل کیږي چې د پېښې ځای ته څوک نه پرېښودل کیږي او ورغلي ټولې لارې تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG