د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ایتوپیا کې د جګړې دریدو ته هیله منه ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۰(لړم۱۹) هیله څرګنده کړې چې دیپلوماسي ممکن وکړای شي په ایتوپیا کې د خونړۍ جګړې مخه ونیسي.

ددغه جګپوړي امریکایي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې بیانیږي چې د ایتوپیا د صدراعظم ابي احمد د حکومت ضد اورپکو په وروستیو ورځو کې پراخ پرمختګونه کړي دي.

ښاغلي بلینکن خبریالانو ته وویل:" باور لرم چې ټول اړخونه د جګړو د دوام خطرات ویني."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې بیان کړې چې د نایجیر پخوانی جمهور رئیس اولوسګون اوباسانجو او د افریقا لپاره امریکا استازی جفري فلټمن هڅه کوي څو د ایتوپیا منازعه د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

ښاغلي بلینکن څرګنده کړه، د ایتوپیا د مسلې په هوارې کې د نایجیر د پخواني جمهور رئیس تعامل دا هیله مندي رامنځ ته کوي چې د امریکا او نورو شخصیتونو هڅې ددې لامل کیږي چې ایتوپیا په یوه خوندي ځای بدله شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې خبري اتري په هغه هیواد کې د تاوتریخوالو د دریدو او بالاخره د اوربند لامل شي او له همدې سره په تدریجي ډول بشري مرستو ته زمینه مساعده شي او په نهایت کې د دوامداره سیاسي حل لارې لپاره مذاکرات پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ښاغلي‌ بلینکن د چهار شنبې په ورځ د ټلفون له لارې د نایجیر له پخواني جمهور رئیس اولوسګون اوباسانجو سره خبري اتري کړي او ویلي دي چې امریکا د ایتوپیا د مسلې د هواري لپاره د هغه له منځګړیتوب څخه قوي ملاتړ کوي.

تیګري اورپکو په وروستیو ورځو کې د ایتوپیا د پلازمینې ادیس بابا په طرف پرمختګونه درلودلي دي او د ابي احمد د حکومت په ضد له نورو اروپکو ډلو سره یوځای شوي دي.

د ایتوپیا صدراعظم چې د سولې د نوبل د جایزې ګټونکی دی د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې تیګري قواوي پر ملکي وګړو په برید تورنې کړې او د هغوی پر ضد یې جګړه پیل کړه.

خو قومي تیګري ځواکونو ویلي دي چې د هغه هیواد صدراعظم په ۲۰۱۸ کال کې واک ته له رسیدو وروسته د تیګریانو ځورولو ته مخه کړېده.

XS
SM
MD
LG