د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن اوکراین ته په ناڅاپي سفر کې، د کیف سره د امریکا د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلانوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږي ۱۵) په یو ناڅاپي دوه ورځني سفر اوکراین ته ورسید او ټاکل شوې چې کیف ته د واشنګټن د یو میلیارد ډالرو د نوې مرستې بسته په ډاګه کړي.

دا د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې اوکراین ته د بلینکن څلورم سفر دی.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې اوکرایني ځواکونو په روانه اوونۍ کې د روسیې د پوځ په مقابل کې ځینې لاسته راوړنې درلودلي دي.

بلینکن د چهارشنبه په ورځ له اوکرایني چارواکو سره تر لیدنې دمخه وویل: "مونږ د اوکراین د ځوابي عملیاتو په برخه کې ښه پرمختګ وینو. مونږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې اوکراین نه یوازې هغه څه ترلاسه کوي چې د ځوابي برید د بریالیتوب لپاره ورته اړتیا لري، بلکې په اوږد مهال کې هم دا لوړ دفاعي ظرفیت ولري ترڅو په راتلونکي کې پر دغه هیواد داسې برید ونه شي."

کیف ته د بلینکن تر رسیدو څو ساعته دمخه پر دغه ښار روسیې د توغندیو بریدونه وکړل، چې د اوکرایني چارواکو په وینا، کوم ځاني زیان یې نه درلود، خو د پلازمینې په شاوخوا سیمو کې د ویجاړیو او اورلګیدو لامل شوي.

کیف ته د بلینکن تر سفر پوره دوه ورځې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دغه هیواد د دفاع وزیر الیکسي رزنیکوف د ګوښه کولو اعلان وکړ. د اوکراین د دفاع وزارت په قراردادونو کې د فساد له تورونو وروسته رزنیکوف له دندې ګوښه شو.

د اوکراین پارلمان د چهارشنبې په ورځ روستم عمروف ته چې د زیلینسکي له خوا د دفاع وزیر په توګه معرفي شوی و، د تائید رایه ورکړه.

یو امریکايي مقام وویل چې له اوکرایني مقاماتو سره د بلینکن لیدنې "د جګړې په دې پړاو کې د اوکراین پر اړتیاوو" متمرکزې وې او د هغه په وینا د هوايي دفاع د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول به یې "لوی لومړیتوب" وي.

د امریکا متحدو ایالتونو اوکراین ته تر ټولو زیاتې وسلې ورکړې دي او دا کار د دې لامل شوی چې اوکرایني ځواکونه د روان کال په اوړي کې د روسي ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې پرمختګ وکړي.

خو په جګړه کې د روسيې د پياوړي دفاعي کرښې او همداشان د جګړې په لومړۍ کرښه د پراخو ماینونو د ایښولو په وجه د اوکراين پرمختګ د تمې په پرتله ورو دی.

روسیې اوکراین ته د بلینکن د سفر په غبرګون کې ویلي دي چې دا سفر به د جګړې حالت چې روسیه یې "ځانګړي پوځي عملیات" بولي، بدل نه کړي.

د بلینکن د سفر سره جوخت د ډنمارک صدراعظم هم د چهارشنبې په ورځ کیف ته سفر کړی. ډنمارک او هالنډ ژمنه کړې چې اوکراین ته اف-۱۶جنګي الوتکې ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG