د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: اسرائیل په غزې کې د ملکیانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یکشنبه ډسمبر ۱۰ (لیندۍ۱۹) وویل چې د اسرائیل پوځ د غزې په تړانګې کې د حماس پر ضد جګړې کې د هغومره فلسطینیانو په خوندیتوب کې پاتې راغلي د څومره یې چې ژمنه کړې وه.

ښاغلي بلینکن د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې وویل چې د غزې په جګړې کې د ملکیانو خوندیتوب مهم دی او زیاته یې کړه چې د اسرائیل پوځ د ملکیانو په خوندیتوب کې پداسې حال کې پاتې راغلی چې جګړې ورځ تر بلې زور اخلي.

د امریکا دې جګپوړي دیپلومات همدارنګه وویل چې له یوې خوا غزې ته د لا ډیرو بشري مرستو رسیدو لپاره د شخړې بندیدو لپاره موده نه لیدل کیږي او له بلې خوا د اسرائیل پوځ په واضح توګه هغه سیمې ملکیانو ته نه انتخابوي چې بریدونه پرې نه کیږي او هغوي به پکې خوندي وي.

ښاغلي بلینکن زیاته کړه ، "فکر کوم د ملکیانو خوندیتوب لپاره لا ډیرو هڅو ته اړتیا ده. د د دې واقعیت تر منځ چې اسرائیل د څومره ملکیانو د خوندیتوب ژمنه کړې وه او هلته زرګونه ملکیان وژل شوي، واټن ډیر دی ".

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د اسرائیل پوځ د نیت او نتیجې تر منځ فاصله شته ده.

په غزې کې د عامې روغتیا وزارت چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی وایي چې تر دې دمه د اسرائیل په هوایي او نورو بریدونو کې څه باندې ۱۷ زره کسان وژل شوي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.

د حماس ډلې لا هم د څه باندې ۲۴۰ یرغمل شویو کسانو د جملې څخه ۱۴۰ یې ندي پریښي.

سره لدې چې د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼ شمیر هیوادونو په غزې کې د اوربند غوښتنه کړې خو متحده ایالاتو څو ورځې مخې د امنیت شورا یو پریکړه لیک چې د قید او شرط پرته په غزې کې د اوربند غوښتنه پکې شوې وه، ویټو یا رد کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل دا د اسرائیل پورې اړه لري چې څه وخت د حماس ډلې پر ضد خپله حمله بندوي او د حماس ډله هم کولی شي د یرغمل شویو کسانو په خوشې کولو او په اسرائیل د بریدونو بندولو سره د جګړې بندولو پریکړه وکړي.

خو بلینکن دا هم وویل چې د جګړې پای ته رسیدو څخه وروسته هم پدې سیمه کې کراري نشي راتلی. هغه وویل تر څو پورې چې د فلسطینیانو هیلې نه وې پوره شوي، پدې سیمې کې د اسرائیل لپاره تل پاتې سوله نشي راتلی.

تر دې وړاندې هم د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم تیره اوونۍ ویلي و چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسیدو وروسته د غزې تړانګه او لویدیځه غاړه چې اسرائیل قبضه کړې، باید د فلسطین ادارې تر واکمنۍ لاندې وي.

د منځني ختیځ شخړې د حل لپاره د متحده ایالاتو پخوا راهیسې پالیسي د اسرائیل او فلسطین بیلو بیلو دولتونو جوړیدل دي خو تر اوسه دې هلو ځلو نتیجه نده ورکړې.

د ښاغلی بایډن سربیره، اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل هم څه موده وړاندې ویلي چې د دې اتحادیې ټول غړي هیوادونه پدې موافق دي چې د د اسرائیل – فلسطین د شخړې لپاره دوو بیلو دولتونو جوړیدل د حل یوازینۍ لار ده.

ښاغلي بوریل وویل " د فلسطین اداره باید انتخابات وکړي او حکومت داره ښه کړي خو د غزې راتلونکي مشرتابه لپاره یوازینۍ کار ورکوونکې لار د خلا مخنیوی دی".

د اروپایي اتحادیې دې جګپوړي چارواکي تر دې وړاندې هم ویلي و چې د فلسطیني دولت جوړیدل د اسرائیل امنیت لپاره د تضمین تر ټولو غوره لار ده.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې په غزې کې د اسرائیل د پوځ بریدونه لا هم په شدت روان دي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې په غزې کې ۲۵۰ اهداف ویشتي دي چې په خان یونس او د غزې په شمال کې ځینې برخې کې پکې شاملې دي.

سره لدې چې اسرائیل د غزې په شمال کې خلکو ته ویلي چې د بریدونو څخه بچ کیدو لپاره دې جنوب لوري ته ولاړ شي خو هغوي د دې بریدونو څخه د بچ کیدو لپاره کله نا کله هیڅ خوندي ځای نه پیدا کوي.

د اسرائیل پوځ دا هم وایي چې د حماس وسله وال ځانونه د ملکیانو په منځ کې پټوي او د انساني سپر ګټه ترې اخلي خو د حماس ډلې دا تورونه رد کړیدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG