د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: که طالبان په ژمنو عمل ونکړي منزوي به شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغانستان سره د امریکا د هر ډول راتلونکی تعامل ماهیت په ژمنو باندې د طالبانو د دریدلو په ځانګړې توګه د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې، په نورو هیوادونو باندې د افغانستان څځه د بریدونو د مخنیوي،د افغانستان د خلکو د اساسي بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ساتلو پورې مربوط دی.

ښاغلي بلینکن آقای بلینکن د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي ۳) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې که طالبان په ټولو ژمنو پابند پاته شي امریکا به له هغوی سره تعامل ولري او که نه د هغه په وینا واشنګټن به د طالبانو د منزوي کولو لپاره د هرې ممکنې وسلې څخه کار واخلي. هغه وویل چې په ژمنو باندې د طالبانو د دریدلو لومړنۍ نښه داده چې د اګست د ۳۱ وروسته هغو کسانو ته چې غواړي له افغانستان څخه ووځي د وتلو اجازه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل په فعاله توګه هڅې روانې دي چې د اګست په ۳۱ د تخلیې د ماموریت د پای ته رسیدو وروسته د کابل هوایي ډګر د پروازونو پر مخ پرانستی وي. هغه وویل طالبانو د کابل د هوایي ډګر د خلاص ساتلو سره ډیره علاقه ښودلې او ژمنه یې کړې چې ټولو هغو کسانو ته به اجازه ورکړي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه پورې له افغانستان څخه ۸۲۳۰۰ کسان بهر انتقال شوي دي. هغه زیاته کړه چې یواځې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ زره کسان له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل د افغانستان د امریکایانو ایستل لومړیتوب لري او د هغه په وینا د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه لږ تر لږه ۴۵۰۰ امریکایان له افغانستان څخه بهر انتقال شوي دي. هغه وویل د اګست له ۱۴ څخه دمخه په افغانستان کې ۶۰۰۰ امریکایان شتون درلود.

ښاغلي بلینکن وویل چې امریکایان هڅول کیږي چې له افغانستان څخه ووځي، خو د هغه په وینا دا د امریکیایانو خپله خوښه ده چې غواړي له افغانستان څخه ووځي او که هلته پاته کیږي. هغه زیاته کړه چې امریکایانو ته د ایمل، مستقیم تماس او ټیلیفوني پیغامونو له لارې خبر ورکول کیږي چې څنګه ځان په مصوونه توګه د کابل هوایي ډګر ته ورسوي چې له هغه ځایه بهر انتقال شي.

هغه همداشان وویل چې متحده ایالات ژمن دي چې هغه افغانان چې د امریکایي پوځیانو او د امریکا د حکومت سره کار کړی او هم هغه افغانان چې له ګواښ سره مخامخ دي له افغانستان څخه وباسي.

انتوني بلینکن وویل چې طالبالنو ژمنه کړې چې چې د اګست د ۳۱ وروسته چې د افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو او د امریکا د پوځي ماموریت د پای وروستۍ نیټه ده امریمایانو ته اجازه ورکړي چې له افغانستان ووځي.

ښاغلي بلینکن د افغانستان څخه د ایستلو او انتقال بهیر په تاریخ کې تر ټولو ستر ماموریت وګاڼه او وویل چې واشنګټن د خپلو متحدینو له نژدې په تماس کې دی چې دغه ماموریت په همغږۍ ترسره شي.

بلینکن زیاته کړه چې د اګست په ۳۱ د تخلیلې د پوځي عملیاتو پای د ګواښ سره مخامخ افغانانو د ایستلو وروستۍ نیټه نده او په وینا یې متحده ایالات به د نړیوالې ټولنې سره یوځای هر ډول دپلوماتیکه هڅه وکړي چې هر څوک له افغانستان څخه غواړي ووځي د هغه هیواد نه د وتلو اجازه ولري.

XS
SM
MD
LG