د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن لاوروف ته: د اوکراین سره به د امریکا ملاتړ دوام ولري


د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په هند کې کتلي.
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په هند کې کتلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن پنجشنبه مارچ ۲ (کب ۱۲) خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره په لیدنې کې ویلي چې متحده ایالات به "هر څومره وخت چې نیسي" د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلي بلینکن دا څرګندونې په هند کې د شلو سترو صنعتي یا جي -۲۰ هیوادونو د جګپوړو چارواکو د عمومي غونډې په یوې فرعي لیدنې کې کړیدي.

دا د تیر کال جنوري د میاشتې راپدیخوا چې د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په ژنیو کې په اوکراین د روسیې د یرغل څخه وړاندې کتلي و، لومړی ځل و چې د یو بل سره یې بیا وکتل.


د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د اوکراین د ملاتړ خبر کوي چې سپینې ماڼۍ ویلي د جمعې په ورځ به د اوکراین سره د مهماتو د نویو مرستو اعلان وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي پدې هکله خبریالانو ته وویل چې په نویو مرستو کې د هغو سیستمونو لپاره مهمات شامل دي چې اوکراین ته پخوا ورکړل شوي.

ښاغلي کربي نور جزیات ورنکړل خو دومره یې وویل چې د (HIMRAS) راکټ لانچرو لپاره مرمۍ هم پکې شاملې دې چې خپل هدف په دقیقه توګه ولي.

روسیې تر اوسه د دې ملاقات په هکله څه ندي ویلي او آن دا چې د بهرنیو چارو وزارت ویلي هیڅ داسې کومه غونډه نده شوې.

انټوني بلینکن خپل روسي سیال ته دا هم ویلي چې په اوکراین کې جکړه په کار ده چې د ملګرو ملتونو د منشور سره سمه پای ته ورسیږي چې د هیوادونو خودمختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته پکې درناوی شوی.

د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د روسیې څخه وغوښتل چې د اتومي وسلو د قرارداد څخه د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د وتلو پریکړه دې بدله کړي.

د ‌New START تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د امریکا او روسیې ترمنځ لاسلیک او په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پلی شو او په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د پنځو نورو کلونو لپاره وغځید.

دا قرار داد د متحدو ایالتونو او روسیې د ستراتیژیکو اتومي کوپړیو شمیر او همدارنګه د مزایلو او بم غورځونکو په واسطه ددغو کوپړیو د لیږد اندازه ټاکي. دغه دوه هیوادونه تر اوسه هم د نړۍ ۹۰ سلنه اټومي کوپړۍ لري.

XS
SM
MD
LG