د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د سویل ختیځې آسیا هېوادونو څخه ملاتړ ته ژمن یوو


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنیکن، د جمعې په ورځ، د جولای ۱۴مه (چنګاښ ۲۳مه) وویل چې متحده ایالات د "جبر او زور زیاتې" پر وړاندې د سویل ختیځې اسیا (اسین)‌ هېوادنو څخه ملاتړ ته ژمن دي.

بلینکن دا څرګندونې چې په غیر مستقیمه توګه بیجینګ ته پکښې اشاره شوې، د اندونیز په پلازمینې جاکارتا کې د سویل ختیځې اسیا (اسین) د بهرنیو چارو وزیرانو سره په هغه غونډه کې وکړه چې د چین او روسیې لوړ پوړي ډپلوماتانو هم حضور درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، په جاکارتا کې د چین د بهرنۍ پالیسۍ له لوړپوړي چارواکي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجوده ستونزو او کشالې د هوارولو په اړه تر خبرو اترو یوه ورځ وروسته، د بیجینګ په اړه په سیمه کې ډیرو ګډو اندیښنو ته اشاره وکړه.

هغه زیاته کړه:"دا د یوې داسې سیمې معنی لري چې هیوادونه د خپلې لارې او د خپلو شریکانو په ټاکلو کې ازاد دي او ستونزې په ښکاره توګه حل کیږي نه د جبر او زور زیاتې له لارې. موږ باید د چین په سویلي او ختیځ سمندرګي کې د بېړیو د ازاد تګ راتګ ملاتړ وکړو او د تایوان په تنګی کې اوږمهاله سوله او ثبات وساتو. "

له کلونو راهیسې د بیجینګ او د اسین هېوادونو په ځانګړې توګه د ویتنام او فیلیپین ترمنځ د چین د سویلي سمندرګۍ پر یوې لویې برخې د چین لخوا د مالکیت د ادعا پر سر ناندرۍ روانې دي.

خو بلخوا کوربه هیواد اندونیزیا خبرداری ورکړ چې، اسین حوزه باید د نیابتي سیالیو سیمه و نه ګرځي، ځکه د امریکا د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ کړکیچ او کشالې نه یواځې راکم شوي ندي، بلکې په اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید له امله زیات شوي هم دي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر ریتنو مارسودي، د اسین هیوادونو په ۱۸مه غونډه کې چې د امریکا، چین او روسیې په ګډون جاپان، هند او استرالیا هېوادونهه پکې شامل دي، د بهرنیو چارو وزیرانو ته وویل:"هند-پاسفیک باید د بلې جګړې ډګر نه وي."

بلخوا تیره ورځ‌ د اسین د ناستې په څنډه کې، د امریکا د بهرینو چارو وزیر د چین د بهرنۍ پالیسۍ له لوړ پوړي چارواکي وانګ يي سره وکتل. دا په یوې میاشتې کې دویم ځل وو چې د امریکا او چین لوړپوړي ډپلوماټانو سره ولیدل.

د بلینکن او وانګ یي،‌ دغه لیدنه پداسې حال کې وشوه چې د مایکروسافټ شرکت دوه ورځې وړاندې وویل چې چینایي هکرانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ګډون، ددغه هېواد یو شمېر دولتي بريښنا لیکونو ته لاسرسی موندلی دی.

یو امریکايي چارواکي وویل چې بلینکن د چین د بهرنۍ پالیسۍ لوړپوړي ډپلوماټ ته په جاکارتا کې لیدو پر مهال ویلي چې امریکا به له چینايي هکرانو حساب واخلي.

د دغه امریکايي چارواکي په وینا، بلینکن له وانګ سره په خپلو خبرو کې په ښکاره وویل،‌ هر هغه اقدام چې د امریکا حکومت، امریکايي شرکتونه او یا امریکايي اتباع په نښه کوي، موږ زیات انديښمن وي او موږ به ددغه کار مسوول کسان بې ځوابه نه پریږدو.

د شمالي کوریا د بالسټیکي توغندي ازمویني ته غبرګون

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر،‌ دغه راز د اسین د بهرنيو چارو دوزيرانو د غونډې په څنډه کې د جاپان او سویلي کوريا د بهرنیو چارو له وزيرانو سره هم وکتل. دغه کتنه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه،‌ چې شمالي کوریا د "بین البراعظمي" بالسټیک توغندي د ازمویلو څخه خبر ورکړ.‌

د دغو دریو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شمالي کوریا له خوا د "بین البراعظمي" بالسټیک توغندي ازمایښت " پاروونکی" بللی او هغه یې غندلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې اړه وویل چې، امریکا او متحدین به یې د شمالي کوریا د هر ډول تیري پر وړاندې په ګډه کار وکړي. هغه زیاته کړه: "موږ د ګډې او غوڅې دفاع لپاره په کلکه ولاړ یوو تر څو ډاډ ترلاسه کړو چې د شمالي کوریا د هر ډول تیري په وړاندې د مخنیوي او دفاع لپاره هر ممکنه هڅه کوو."

په ورته وخت کې د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزیرې پارک جین، هم یادونه وکړه چې د شمالي کوریا د "بین البراعظمي" بالسټیک توغندي ازموینه په داسې حال کې وشوه چې سیمه ییز قدرتونه د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د خبرو لپاره غونډه کوي. دې غونډې ته شمالي کوریا هم د هغه هېواد یو چارواکی استولی و.

د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزیر وویل: "هغه څه چې شمالي کوریا یې تر سره کوي، په بشپړه توګه د نړیوالې ټولنې د تمې خلاف دي."

د سویلي کوریا دغه لوړ پوړي ډپلوماټ همدا راز هیله څرګنده کړه چې د واشنګټن، توکیو او سیول چارواکو ترمنځ درې اړخیزه خبرې اترې به د شمالي کوریا د پرله پسې هڅونې په وړاندې د غوڅ ځواب ورکولو لپاره زموږ هوډ پیاوړی کړي او دا پیغام به واستوي چې د دوی پارونکي کړنې به بې ځوابه پاتې نشي.

تر دې مخکې سپینې ماڼۍ د جولای په ۱۲مه، د شمالي کوریا د لیرې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي ازموینه په کلکه غندلې وه او پر پیونګ یانګ یې غږ وکړ چې خپل بې ثباته کوونکي کارونه پای ته ورسوي او د خبرو اترو مېز ته راشي.

XS
SM
MD
LG