د لاس رسي وړ اتصالات

د غور د قُربانیانو جنازې خاورو ته وسپارل شوې


د سې شنبې په ورځ یوې وسله‌والې ډلې په غور ولایت کې ۲۶ ملکي وګړي په ډله ایزه توګه په ډزو ووژل
د سې شنبې په ورځ یوې وسله‌والې ډلې په غور ولایت کې ۲۶ ملکي وګړي په ډله ایزه توګه په ډزو ووژل

د غور ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، د ۲۴ ملکي وګړو جنازې چې اوړمه ورځ د وسله‌والو له خوا په ډله ایزه توګه وژل شوي وو، د پنجشنبې په سهار د سیمه ییزو چارواکو، د خلکو استازو او د غور ولایت د سلګونو اوسیدونکو له خوا خاورو ته وسپارل شوې.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي امریکا غږ ته وویل، د ۲۴ ملکيانو د جنازې مراسم نن سهار اته بجې د کلکو امنیتي تدابیرو به ترڅ کې ترسره شول.

د سې شنبې په ورځ د غور ولایت د فیروزکوه د ښار په غلمین سیمه کې یوې وسله‌والې ډلې ۲۶ ملکي وګړي د خاشاکو د ټولو پر مهال لومړی یرغمل کړل او وروسته یې په ډله ایزه توګه په ډزو ووژل.

د غور د والي ویاند وویل، چې د دوو ملکي وګړو جنازې لا تر اوسه د هغوی لاس ته رسیدلي نه دي.

ښاغلي خطیبي زیاته کړه، چې د سې شنبې په ورځ د ولسي پاڅون‌کوونکو او امنیتي ځواکونو پورې اړوند درې تنه نور هم له دغې وسله‌والې ډلې سره په نښته کې وژل شوي دي.

د دغو ملکي کسانو د جنازې په مراسمو کې د غور ولایت یو شمیر ځوانانو د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل او سیمه ایز مسؤولین یې په بې پروایۍ تورن کړل.

په همدې حال کې د افغانستان جمهوري ریاست د غور سیمه ایزو چارواکو ته امر کړی، چې دا قضیه په جدي توګه تعقیب کړي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال امریکا غږ ته وویل "په دې برخه کې ټولو امنیتي او ولایتي مقاماتو ته جدي هدایت ورکړل شوی دی، چې د پېښې عاملین تثبیت او د قانون منګولو ته وسپاري، ترڅو د خپل عمل سزا وویني".

له بلې خوا د ظفر ۲۰۷ قول اردو قوماندان محی‌الدین غوري د جنازې په مراسمو کې وویل، د دغې پېښې عاملین پیژندل شوي، چې شمیر یې پنځو تنو ته رسیږي.

جنرال غوري خلکو سره ژمنه وکړه، چې د هغوی د عزیزانو وینې به تر پښو لاندې نه شي او ډیر ژر به د کمانډو ځواکونه چې تازه دغه ولایت ته رسیدلي دي، د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره ځانګړي عملیات پیل کړي.

د وسله‌والې ډلې هویت

د دغې پېښې د عاملینو د هویت په اړه تیره ورځ ضد او نقیضې ادعاوې وشوې، سیمه ایزو چارواکو ویل چې دغه ډله داعش پورې اړه لري، خو د غور ولایتي شورا او مدني فعالینو بیا ویل، چې یاده وسله‌واله ډله چا پورې تړاو نه لري او په خپل سر په غور ولایت کې فعالیت کوي.

به همدې حال کې وسله‌والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغې پېښې کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د قاري رحمت‌الله په مشرۍ دغې ډلې یو کال مخکې له طالبانو لار بیله کړه او د داعش له ډلې سره یې بیعت وکړ.

هغه وویل "دوی له داعش سره بیعت کړی، یو کال مخکې یې یو شمیر جنګیالي ننګرهار ته هم لیږلي وو، هلته یې یو شمیر غړي ووژل شو پاتې نور یې بیرته دلته راغلل او خپلو فعالیتونو ته یې دوام ورکړ".

لا تراوسه کومې امنیتي څانګې په غور کې د داعش د فعالیت او موجودیت په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG