د لاس رسي وړ اتصالات

بولټن ایران ته: د ټرمپ "احتیاط" د امریکا "کمزورتیا" مه گڼۍ


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ویلي چې ایران باید د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس "احتیاط" کول پر ایران باندې یې له برید ډډه وکړه، "کمزورتیا" ونه گڼي.

ایران د پنجشنبې په ورځ غبرگولي ٣٠ (جون ٢٠) یوه امریکایي بې پیلوټه الوتکه د عمان په بحیره کې وپرزوله او وویل چې دغه الوتکه د ایران هوایي حریم ته ننوتلې وه.

ددغې پیښې وروسته د امریکت جمهور رئیس دونالد ټرمپ، په ایران کې پر دریو هدفونو باندې د برید امر وکړ، خو د برید د پلي کولو څخه لس دقیقې دمخه یې دغه حمله لغگو کړه. ښاغلي ټرمپ ددغې برید د لغو کولو دلیل په ایران کې د "١٥٠ تنو د وژل کیدو احتمال " گڼلی و.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن اسرائیل ته سفر کړی او د یکشنبې په ورځ (جون ٢٣) یې په اورشلیم کې وویل چې "هیچا هغوی (ایران) ته په منځني ختیځ کې د ښکار کولو جواز ندی ورکړی.

د ملي امنیت سلاکار پر ایران اقتصادي پر دوام د ټنیګار تر څنګ زیاته کړې چې ولسمشر ټرمپ یوازې دا ځل پر ایران برید ځنډولی دی.

ولسمشر ترمپ د تویتر په یو پیغام کې لیکلي چې په ایران باندې د پوځي برید پریکړې د بیرته اخیستو راپورونه ناسم دي.

هغه لیکلي"ما هیڅ کله په ایران د برید فیصله بیرته نده اخیستې لکه څنگه چې خلک ناسم راپور ورکوي، ما یوازې د دې برید د ترسره کیدو مخه ونیوله."

پر ایران د پوځي برید پریکړه

ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ ( جون ۲۲) وویل ترڅو چې دا مسله حل کیږي پوځیان برید ته تیار دي.

ښاغلی ترمپ وايي "تر هغې چې دا مسله حل کیږي، د پوځي برید پریکړه د میز پر سر ده، هو، موږ په سیمه کې ډیر پیاوړی پوځ لرو. "

ایران بیا پخپل دریځ کلک ولاړ دی او وايي، که برید پرې وشو "تاریخي ځواب" به ورکړي.

دا خبره پرون شنبه ( جون ۲۲) د ایران د وسله‌ والو ځواکونو د لوی درستیز ویاند، ابوالفضل شکارچي، د سپاه پاسدران انقلاب سره تړلي خبري اژانس تسنیم ته کړې ده.

ابوالفضل شکارچي وايي "د دښمن په ځانګړي توګه د امریکا او د سیمه ا‌ییزو متحدینو له خوا پوځي تېروتنه به یې د باروتو پر هغه انبار ډز کولو ته ورته وي چې د امریکا ګټې پرې بار وي."

پر ایران د امریکا د پوځي برید پریکړه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر میز پرته ده.
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

په ورته وخت کې ایران د متحده عربي اماراتو جګپوړی استازی احضار کړی، او ورته یې شکایت کړی چې څنګه یې هیواد امریکايي بې پیلوټه الوتکې ته د کار اخیستو اجازه ورکړې چې د ایران خاورې ته دننه شي.

د ایران حکومت ټینګار کوي چې دوی د امریکا بې پيلوټه الوتکه د پنجشنبې په ورځ د ایران په هوايي حریم کې نسکوره کړې، خو امریکا وایي ایران دا کار په نړیوال هوايي حریم کې کړی.

XS
SM
MD
LG