د لاس رسي وړ اتصالات

د زندانیانو د افکارو د بدلون لپاره د غور زندان کې کتابتون جوړول


د غور ولایت یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د زندانیانو په منځ کې د مطالعې د فرهنګ دودولو او زده کړې او معلوماتو تر لاسه کولو په هدف د دغه ولایت له مرکزي زندان سره د نژدې ۵۰۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.

په دغو کتابونو کې اسلامي، حقوقي، ټولن پوهنه او فلسفې کتابونه شامل دي.

د غور مدني فعالانو ویلي چې دغه کتابونه تر دې مخکې د معلوماتو د کچې لوړولو په هدف د دغه ولایت ځواکونو ته ورکړي و چې اوس د زندانیانو د معلوماتو د زیاتوالي او افکارو د بدلون په هدف د زندان ادارې ته سپارلي دي.

د یادو مدني فعالانو په استازیتوب حسن حکیمي وویل:"تعلیمي او تربیني خدمات وړاندې کول د یو زندان حق دی، زموږ هدف دادی چې هڅه کوو چې د غور ولایت په زندان کې یوه ښه کتابخانه جوړه کړو."

د وزیر نوراني په نوم د غور ولایت یو بل مدني فعال هم وویل چې د افغانانو په ځانګړي ډول د زندانیانو ترمنځ مطالعې ته د زمینې برابرول به د کتاب لوستلو او علمي سطحي د لوړولو لامل شي.

د غور ولایت د مرکزي زندان مسؤلین هم وايي هڅه کوي چې د دغه ولایت د زندانیانو لپاره یوه معیاري کتابخانه جوړه کړي.

د دغه ولایت د زندان مدیر دل اغا عادل امریکا غږ ته وویل:"موږ یوه کتابخانه لرو چې معیاري نه ده،خو ژمنه کوو چې په هر ډول وي د زندانیانو لپاره یوه ښه کتابخانه جوړه کړو."

دا په داسې حال ده چې تر دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و که چیري یو زنداني یو سل مخیزه کتاب مطالعه او لس دقیقې په اړه کنفرانس ورکړي د بند موده به یې ۶ ورځې کمه شي.

XS
SM
MD
LG