د لاس رسي وړ اتصالات

د ختیځ زون د سرحدي پولیسو قوماندان له یوې چاودنې روغ راوتلی


ننګرهار کې د سرحدي پولیسو چارواکي وايي د چاودنې پر وخت جنرال حسین خیل په یو هانوی' زرې موټر کې سفر کوه.
ننګرهار کې د سرحدي پولیسو چارواکي وايي د چاودنې پر وخت جنرال حسین خیل په یو هانوی' زرې موټر کې سفر کوه.

ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو د قوماندان پر موټر چاودنې یو کس وژلی او څلور نور یې زخمیان کړي دي.

چاودنه نن له غرمې مخکې یولس بجې د بهسودو ولسوالۍ د بلندغر سیمه کې د سرحدي پولیسو د قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل په نظامي 'هانوی'موټر شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې د سرک غاړې د ماین دغه چاودنه کې یو ماشوم چې د سرک پر سر یې د جوارو وږي خرڅولوژل شوی او درې ملکیان چې دوه یې ماشومان دي ټپیان شوي.

نوموړی وايي په پېښه کې جنرال حسین خېل روغ وتلی او یو ساتونکی یې زخمي شوی دی.

د والي ویاند دا هم وايي چی د سرحدي لېوا قوماندان له کونړ څخه ننګرهار ته پر لاره و چې دغه چاودنه پرې شوې ده.

د ننګرهار د دولتي روغتون مسولین وايي چې یو جسد او څلور ټپیان وروړل شوي چې د زخمیانو وضعیت ښه دی.

تر اوسه ددغې چاودنې مسولیت کوم چا یا ‌‌‌‌‌‌ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG