د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلواک نوماند رول


د امریکا د ٢٠٢٠ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دموکرات او جمهوري غوښتونکو کاندیدانو سربیره به خلک د دریمې ډلې څخه د خپلې خوښې یو یا زیاتو کاندیدانو ته د رایه ورکولو انتخاب ولري.

داسې نښې نښانې شته چې دغه دریمه ډله چې تر اوسه نده پیژندل شوې د انتخاباتو د نتیجو برخلیک به وټاکي؛ هماغسې چې د ٢٠٠٠ کال په انتخاباتو کې د شین گوند د کاندید رالف نادر مبارزې د بیل کلنتن او جورج بوش ترمنځ نژدې سیالي د بوش په گټه کړله.

د امریکا په متحده ایالاتو کې انتخاباتي نظام د اکثرو دموکراتیکو نظامونو په پرتله ځانگړي توپیرونه لري. د امریکا د ٥٠ ایالتونو څخه په ۴٨ ایالتونو کې هر هغه کاندید چې د یو ایالت تر ټولو زیاتې رایې وگټي، د هغه ایالت ټولې رایې خپلوي.

دغه حالت تر ډیره یو دوه قطبي سیاسي فضا رامنځ کوي چې په کې رایه ورکوونکي د رایو په پاڼو کې تر ډیره د دوو عمده سیاسي گوندونو– دموکرات او جمهوري غوښتونکي - کاندیدانو ته د رایه ورکولو انتخاب لري.

خپلواک یا د دریمې ډلې کاندیدان د امریکا په ټاکنو کې لږ او حاشیه يي رول درلودلی دی. یواځې د ١٩١٢ کال په انتخاباتو کې د دریمې ډلې کاندید تیودور روزولت و چې د دموکرات کاندید ودرو ویلسن، نه وروسته په دوهم مقام کې راغلی و.

د اریزونا د پوهنتون د سیاسي علومو استاده سامارا کلار، چې غیر حزبي یا خپلواکو رایه ورکوونکو په هکله یې څیړنه کړې امریکا غږ ته وویل چې د ٢٠٢٠ کال په انتخاباتو کې د خپلواکو کاندیدانو شتون به چې دموکراتیک اړخ ته تمایل لري د جمهوري پلوه خپلواکو کاندیدانو په پرتله زیات اثر ولري او په پای کې به د غیر گوندي او خپلواکو رایه ورکوونکو ملاتړ د دموکرات کاندید په لور ورجذب کړي.

په کانگرس کې د میشیگن ایالت خپلواک استازی جستین اماش، چې دمخه جمهوري غوښتونکی و، ښایي د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د خپلواک کاندید په توگه سیالي وکړي او ممکن د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید او د امریکا اوسنی جمهور رئیس دونالد ټرمپ به د ٢٠٢٠ کال په انتخاباتو کې له ازمون سره مخامخ کړي.

په کانگرس کې د میشیگن ایالت خپلواک استازی جستین اماش، چې دمخه جمهوري غوښتونکی و، ښایي د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د خپلواک کاندید په توگه سیالي وکړي او ممکن د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید او د امریکا اوسنی جمهور رئیس دونالد ټرمپ به د ٢٠٢٠ کال په انتخاباتو کې له ازمون سره مخامخ کړي.

دان بلانکنشیپ، بل خپلواک کاندید دی چې لږ تر لږه په ١٥ ایالتونو کې به د دموکرات او جمهوري غوښتونکو کاندیدانو سره سیالي وکړي.

داسې گمان شته چې د امریکا په کانگرس کې د هاوایي استازې تلسي گابارد، چې په پیل کې د دموکرات گوند نه د ٢٠٢٠ کال انتخاباتي مبارزې ته ننوتله په ټاکنو کې د خپلواکې کاندیدې په توگه سیالي وکړي.

د هیلري کلنټن حمله

د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیر هیلري کلنتن په گډون یو شمیر دموکراتو سیاستوالو پر یو شمیر خپلواکو کاندیدانو حمله کړې او هغوی یې د روسیې په گټه بللي دي.

هیلري کلنتن ویلي دي چې میرمن گابارد د روسیې په اشاره انتخاباتي مبارزې ته دانگلي دي. میرمن کلنتن همداشان د شین گوند کاندیده جیل شتاین، چې د خپلواکې کاندیدې په توگه به مبارزه وکړي "د روسیې سرمایه" گڼلې ده.

د امریکا په ٢٠١٦ کال انتخاباتو کې د روسیې مداخله د انتخاباتو وروسته د عمده مسلو څخه وه او دادی د ٢٠٢٠ کال د انتخاباتو په درشل کې ددې درکه جدي اندیښنې موجودې دي.

د نوادا پوهنتون د یساسي علومو استاد ستیفن لوید ویلسن، پدې باور دی چې د ٢٠٢٠ کال په انتخاباتو کې د خپلواک کاندید شتون به گډوډي رامنځ ته کړي چې روسیې ته به په زړه پورې وي تر څو له دې لارې د امریکا دموکراتیک بهیر او بنسټونه بې اعتباره کړي.

ښاغلي ویلسن د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د روسیې تبلیغاتي کمپاین ته په اشارې وایي چې د ٢٠٢٠ کال په انتخاباتو کې هم په ټولنیزو شبکو کې د روسیې د پراخ تبلبغاتي کمپاین خطر شته او تر ډیره به دغه تبلیغات د خپلواک کاندید په گټه وي.

XS
SM
MD
LG