د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال جام؛ برازیل د مراکش سره او سویس د قطر سره لوبه مساوي کړه

په نیویارک – نیوجرسي کې د نړیوال جام په لوبه کې، د برازیل وینیسيوس جونیر د مراکشي اشرف حکیمي څخه د توپ د نیولو هڅه کوي.
په نیویارک – نیوجرسي کې د نړیوال جام په لوبه کې، د برازیل وینیسيوس جونیر د مراکشي اشرف حکیمي څخه د توپ د نیولو هڅه کوي.

برازیل د شنبې په ورځ (جون ۱۳) د فوټبال نړیوال جام د سي ګروپ په خپلې لومړنۍ لوبه کې وروسته له هغه له مراکش سره ۱-۱ مساوي شو چې د وینیسيوس جونیر یو ګول د اسماعیل صیباري د ګول ځواب ورکړ.

نیویارک ښار ته څېرمه په میټ لایف لوبغالي کې، مراکش لوبه په ښه ډول پیل کړه او په ۲۱مه دقیقه کې، اسماعیل صیباري د براهیم دیاز د پاس څخه ګټه پورته کړه او د میدان له منځنۍ برخې په تېزې منډې سره یې ګول وواهه.

مراکش د لومړۍ نیمایي ډېره برخه تر خپل کنټرول لاندې وساتله. خو برازیل د وینیسيوس جونیور د انفرادي وړتیا په مټ لوبه مساوي کړه. هغه په ۳۲مه دقیقه کې د ښي پښې په تاوېدونکي شاټ سره توپ د دروازې پورتني کونج ته ورساوه.

برازیل د وقفې وروسته، د روزونکي کارلو انچیلوتي له خوا د څو بدلونونو له پلي کولو وروسته، ښه شو او د توپ د ساتنې په برخه کې یې برلاسي ومونده. خو بیا هم ونه توانېدل چې د مراکش کلکه دفاع ماته کړي او په پای کې دواړو لوبډلو یو - یو امتیاز ترلاسه کړ.

د سي ګروپ په بله لوبه کې چې د شنبې په ماښام د ماساچوست ایالت په باسټن کې وشوه، سکاټلنډ وتوانید چې هایتي ته د صفر په مقابل کې په یو ګول ماتې ورکړي او ددې ګروپ لومړی مقام خپل کړي.

د قطر او سویس لوبه

د شنبې په ورځ د کلیفورنیا ایالت په سان فرانسیسکو کې، د بي ګروپ په یوه لوبه کې، قطر له سویس سره لوبه ۱-۱ مساوي کړه او د نړیوال جام په تاریخ کې یې خپل لومړنی امتیاز ترلاسه کړ.

د قطر لوبغاړي د سویس سره د لوبې په وروستیو شیبو کې د ګول له وهلو وروسته خوښي ښيي.
د قطر لوبغاړي د سویس سره د لوبې په وروستیو شیبو کې د ګول له وهلو وروسته خوښي ښيي.

ددې لوبې په ۱۷مه دقیقه کې د سویس بریل ایمبولو د پنالټۍ ګول وواهه. د سویس لوبډله د لوبې له پیل څخه برلاسې ښکارېده خو د ګول وهنې د ۲۶ هڅو سره سره د بل ګول په وهلو ونه توانېده.

قطر د کالیفورنیا په سختې ګرمۍ کې د سویس له لورې دوامدار فشار وزغمه او د اضافي وخت په وروستیو شېبو کې، ددې لوبډلې کپتان بو علام خوخي د همام احمد له خوا د کیڼ اړخ له کراس څخه په استفادې، په سر ګول وواهه او په لوبغالي کې یې د خوښۍ ډکې صحنې رامنځته کړې.

قطر به د پنجشنبې په ورځ د بي ګروپ په راتلونکې لوبه کې، ددې جام له ګډ کوربه کاناډا سره په ونکوور کې مخامخ شي، او سویس به د کالیفورنیا د لاس انجلس په لوبغالي کې له بوسنیا سره لوبه وکړي.

د شنبې د ورځې څلورمه لوبه، له ډي ګروپ څخه د ترکیې او استرالیا ترمنځ وه. د کاناډا په ونکوور کې په دغه لوبه کې، استرالیا وکولی شول چې ترکیې ته د صفر په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG