د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سنا تاریخي غونډه


قاضی بریټ کاونا د فاکس نیوز په مرکه کې د جنسی تیریو پوښتنو ته ځوابونه وايي، د سپتمبر ٢۴- مه ٢٠١٨ م کال واشنگټن
قاضی بریټ کاونا د فاکس نیوز په مرکه کې د جنسی تیریو پوښتنو ته ځوابونه وايي، د سپتمبر ٢۴- مه ٢٠١٨ م کال واشنگټن

کریستین بلازی فورد نن د سنا په قضائیه جرگه گۍ د بریټ کاونا د جنسي تیري پر خلاف گواهي ورکوي. قاضی بریټ کاونا د امریکا د سترې محکمی لپاره د ولسمشر ټرمپ له خوانه نومول شوېدی.

پروفیسره کریستین فورد وايی چی د ١٩٨٠ په لسیزه کې چې دا لا ډیره ځوانه وه بریټ کاونا پرې جنسی تیری وکړ.

بریټ کاونا هم نن د سنا په قضائیه جرگه گۍ کې د کرسیتین بلازې فورد د تورونو په اړه دهغې له گواهۍ نه وروسته پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

خو کاونا په خپله لیکلی گواهۍ کې د هغی تورونه رد کړل. هغه وویل دا د بدنامولو وروستۍ هڅې او دده د شخصیت وژنه ده.

دموکراتان په دې ټینگار کوي چی پکارده ددې ادعاگانو په برخه کې بشپړ تحقیقات وشی. مارک وارنر یو دموکرات سناتور وايي: پکارده دهغوی ټولو خبرې په مناسبه توگه واوریدل شي، خو دانظریه چې د ډاکټرې فورد مسله په بیړه سرته ورسیږي او بیا ورپسی په سنا کې رای گیری وشی. دا بهیر په انصاف برابر ندی.

کریستین بلازی فورد او قاضی کاونا
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

خو جمهوري غوښتونکي پردموکراتانو تور لگوي چی د قاضی کاونا خلاف ېې د درواغو او تورونو پروپاگند پیل کړیدی. جان تون یو جمهوری غوښتونکی سناتور وايي: زه فکرکوم دموکراتان په سنا کې یو مقصد لري چی قاضی کاونا ډوب کړي. موږته دا معلومېږی چی په دې کار کې به هغوی پههېڅ شي صرفه ونکړي.پرون بیا ولسمشر ټرمپقاضی کاونا چې د سترې محکمی لپاره ېې نومولی دی دفاع وکړ او وې وېل چې په مشهورو او بډایو خلکو باندې داسی تورونه لگېږي؛ په ماباندې هم ددرواغو تورونه لگېدلی دي.

نن په لسو بجو باندې د سنا په قضائیه جرگه گۍ کې کریستین بلازي فورد خپلې ادعاگانې وړاندې کړي او بیا له دواړو نه پوښتني وشي.

دامریکا رسنۍ دا غونډه ډېره تاریخی غونډه بولی او وايی تراوسه د کوم نوماند قاضی خلاف داسی ادعاگانې ندي شوي.

ولسمشرټرمپ وویل چی دې به هم د گواهۍ دغې غونډې ته غوږ ونیسی او کیدی شی چی یا پرې قانع شی او یا نشی. خو هغه وویل چی دی به له تعصب نه پاک او بېطرفه نظر ددواړو خواو نظریات واوري.

کریستین بلازی فورد نن د سنا قضائیه جرگه گۍ ته چې د کانگرس په ماڼۍ کې ده راغله ؛ واشنگټن ډي سي، د سپتمبر په ٢٧ مه ٢٠١٨ م کال
کریستین بلازی فورد نن د سنا قضائیه جرگه گۍ ته چې د کانگرس په ماڼۍ کې ده راغله ؛ واشنگټن ډي سي، د سپتمبر په ٢٧ مه ٢٠١٨ م کال

له کریستین بلازې فورد نه علاوه څلور نورې ښځې هم د قاضی کاونا د جنسی بې لاریو خلاف ادعا گانې لري. د قاضی کاونا او پرفیسرې کریستین بلازې خبرې د سنا په قضائیه جرگه گۍ کې همدا اوس روانې دي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په نیویارک په یوه خبری کنفرانس کې دسترې محکمی د نوماندقاضی برېټ کاونا ملاتړ وکړ. که څه هم دهغهپر خلاف د جنسي بې لاریو مختلفې ادعاگانې شوې دي؛ او پردموکراتانو ېې کلک انتقاد وکړ.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: هغوی ماهر فریبکاران دي، هغوی پوهېږی چی داسړی ډیره وړتیا لري خو دهغه شهرت ېې خراب کړ. هغوی غواړی نورېې هم خراب کړي خو خلک به ېې په منځنیو انتخاباتو کې وگوري چی هغوی له دې کورنۍ سره څه وکړل، دهغوی له ماشومانو سره ېې څه وکړل. او دهغه له مېرمنی سره ېې څه وکړل. هغوی پوهېږی چی دا ډیره ستره فریبکاري وه.

سناتور مشر مېچ مکانل وايی د قاضی کاونا په اړه به د سنا کمیټه د جمعی په ورځ راېې ورکړي په سنا کې د جمهوری غوښتونکیو مشر مېچ مکانل وايي: موږ غواړو پرمخ ولاړ شو، زه په دې ډاډه یم چی موږ به ېې وگټو. زه په دې باوریم چی په ډېر نیژدې وخت کې به دهغه ټاکنه تصدیق شی.

دموکراتان خبرداری ورکوی چی که په دې کار کې بیړه وشی او که چېرې جمهوری غوښتونکی دا بهیر پهزور له سنا نه تیرکړي نو سیاسی عکس العمل به ولری.

پاټي مورې دموکراته سناتوره وايي: دایوازې د رای گیرۍ دخانې ډکونه نده. هغه څه چې په ښځو تیر شویدی پکارده هغوی ته غوږ ونیول شی او د هغوی درناوی وشی.

د نوماند قاضی کاونا خلاف اعتراضونه د کانگرس په دهلیزونو کې ددې لپاره کېږی چی پر هغو جمهوری غوښتونکیو سناتورا نو فشار راوستل شی چی په دې مسله کې ېې لا پریکړله نده کړی چی د هغه نوماندي تاییدکړي او که نه.

که چېرې قاضی کاونا په سنا کې د منظورۍ راېې واخلی نو دامریکا په ستره محکمه کې د څو نسلونو لپاره د محافظه کارانو مټې غښتلی شی. دهغه پر نوماندۍ باندې وروستۍ رای گېرې په بله اونۍ کی سرته رسیدلی شي.

XS
SM
MD
LG