د لاس رسي وړ اتصالات

یوه بریتانیوي د خپلې محکمې نه غوښتي چې امریکا ته دې نه لېږي


Members of the media gather for a stakeout in front of U.S. Supreme Court in Washington, June 25, 2012.
Members of the media gather for a stakeout in front of U.S. Supreme Court in Washington, June 25, 2012.
یو برتانوی سړی چې ترورستانو ته د پیسو په غونډولو تورن دی، سترې محکمی ته عرض کړی دی چې د محاکمې دپاره یې امریکا ته ونه لیږي.

بابر احمد د 2004 کال راهیسې په بریتانیه کې بندي دی او امریکا، یی د نیولو حکم کړیدی. هغه په دې تورن دی چې هغه ویب پاڼې چلوي چې تروریستانو ته د پیسو غونډولو دپاره استعمالیږي او ترورستانو ته د گازو ماسکونه او د تیارې عینکې برابروي. پر نوموړي باندي په بریتانیې کې دغه تورونه نه دي لگیدلي دي.

تیره اونۍ یوې اروپایي محکمې پریکړه وکړه چې د افراطي مبلغ ابو حمزه ال مصري په شمول ، بابر احمد او څلور نور مشکوک تروریستان له اتو کالونو قانوني دعوې نه وروسته د بریتانیی نه د محاکمې دپاره واستول شي.
XS
SM
MD
LG