د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د جګړې غلطۍ او د ټوني بلېیر بخښنه


د بریتانیې پخواني لومړي وزیر ټوني بلېیر د امریکا په مشرۍ د عراق د جګړې د [غلطیوو په هکله بخښه غوښتې ده].

په یوې مرکې کې چې د امریکا د سي ان ان تلویزوني شبکې سره یې کړې، ټوني بلېیر ویلي دي چې په عراق کې نظامي مداخله په دغه هېواد او سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې د راپورته کېدو او په سیمه کې د اوسني نارام وضیعت لامل شوه.

ښاغلي بلېیر داسې وویل "البته تاسو نسیْ کولای چې داسې ووایاست چې په ۲۰۰۳ کال کې د صدام حسین راپرځول په ۲۰۱۵ کال کې د اوسني وضیعت سره تړاو نلري."

خو ښاغلي بلېیر په بشپړه توګه د عراق د جګړې په هکله بخښنه و نه غوښتله یواځي یې دا ومنله چې د ډله ایزو وسلو په هکله غلط معلومات ددې سبب سول چې پر عراق برید وسي. دغه راز بیلر زیاته کړه چې په پلانګذارۍ او دا چې د عراق د مشر صدام حسین وروسته به څه وشي هم یو لړ غلط سنجشونه وشول.

بلېیر داسې وویل "زما دپاره ستونزمنه ده چې د صدام د راپرځولو په خاطر بخښه وغواړم ځکه زه فکر کوم چې نن په ۲۰۱۵ کال کې هم د هغه نه شتون ښه دی تر دې چې هغه اوس د عراق مشر وای."

د یادونې وړ ده چې د امریکا وروسته بریتانیې عراق ته تر ټولو زیات عسکر لېږلي وو. امریکا ۱۵۰ زره عسکر عراق ته لېږلي وو په داسې حال کې چې بریتانیې ۴۵ زره عسکر لېږلي وو. د دغو دواړو هېوادونو وروسته آسټرالیا، هسپانیې او پولنډ څو زره عسکر لېږلي وو.

د عراق په جګړې کې ۱۷۹ بریتانیې سرتیري ووژل شول.

XS
SM
MD
LG