د لاس رسي وړ اتصالات

بریټانیا امریکا ته د ویکي لیکس د بنسټ ایښودونکي جولیان آسانج د سپارلو پریکړه کوي


په بریټانیا کې به یوه محکمه روانه اوونۍ په دې پریکړه کوي چې آیا د ویکيلیکس ویبپاڼې بنست ایښودونکي جولیان آسانج د هک کولو او غلا د تورونو له امله امریکا ته وسپارل شي که نه.

دغه دوه ورځنۍ استماعیه غونډه د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۷ (لړم پنځمه) د لندن په ستره محکمه کې پیل کیږي.

امریکایي څارنوالانو په جنوري میاشت کې د بریټانیا د یوې محکمې د پریکړې په وړاندې وروسته له هغه اعتراض وکړ چې پریکړه یې وکړه آسانج باید ونه سپارل شي ځکه ددې امکان شته چې نوموړي حتي د امریکا په یوه شدید محافظت شوي زندان کې هم ځان ووژني.

د ویکیلیکس ویبپاڼې بنسټ ایښودونکی جولیا آسانج د امریکا د سل ګونه زره محرمو دولتي‌ سندونو په افشا کولو تورن دی.

بلخوا یاهو نیوز تیره میاشت داسې یوه مقاله خپره کړه چې له مخې یې د امریکا د استخباراتو مرکزي سازمان سي ای اې تورن شوی چې امریکا په ۲۰۱۷ کال کې کله چې آسانج په لندن کې د اکوادور په سفارت کې وو پلان درلود هغه اختطاف کړي.

یاهو نیوز ویلي، دا مقاله یې د امریکا د ۳۰ پخوانیو استخباراتي کارکوونکو او امنیتي چارواکو په حواله لیکلې ده.

آسانج د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د نړۍ د مختلفو هیوادونو په خاص ډول د امریکا په زرګونه محرم اسناد خپاره کړل چې له مخې یې په یو شمیر هیوادونو کې د عمده تغیراتو او د جګپوړو دولتي چارواکو د نیول کیدو لامل شو.

په دې سندونو کې په افغانستان او عراق کې نظامي‌ راپورونه هم شامل دي. ښاغلي‌ آسانج ویلي د امریکایي پوځیانو ناوړه ګټه اخیستنه یې افشا کړې ده.

آسانج چې د آسترلیا تبعه دی او اوسمهال ۵۰ کاله عمر لري، په ۲۰۱۲ میلادي کال کې وروسته له هغه په لندن کې د اکوادور سفارت ته پناه یوړه چې په سویډن کې د جنسي تیري په دوو مواردو تورن شو. خو دا تورونه څو کاله وروسته لیرې شول.

د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی‌ اوه کاله په پرله پسې توګه په لندن کې د اکوادور په سفارت کې وو څو چې د بریټانیا پولیسو هغه د ۲۰۱۹ کال په اپریل میاشت کې ونیو. نوموړی وروسته د وثیقې د نقض په تور د ۵۰ اوونیو لپاره زنداني شو او اوسمهال د لندن په بلمارش زندان کې بندي دی.

یو شمیر کارپوهان وایي چې د ښاغلي آسانج استرداد د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه جدي سوالونه مطرح کوي.

د بښنې له نړیوال سازمان څخه جولیا هال امریکا غږ ته ویلي دي چې د ویکي لیکس د بنسټ ایښودونکي‌ دوسیه او سپارل کولی شي هر هغه خبریال او خپرونکي ته وحشتناک تاثیرات ولري چې غواړي، د حکومتونو د ناسمو او خلاف کاریو د افشا په هڅه کې دي.

ښاغلی آسانج اوسمهال د امریکا د حکومت له خوا د ۱۸ مواردو سره مخ دی چې هک، د معلوماتو د غلا، د امریکایي مخبرانو د هویت افشا پکي شامل دي چې د امریکایي څارنوالانو په وینا، د هغوی د هویت افشا د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي.

XS
SM
MD
LG