د لاس رسي وړ اتصالات

بلجیم کې د چاقو په برید کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی


د بلجیم په پایتخت بروکسل کې یو تن چې د برید پر وخت یې د "الله اکبر" نعره وهله، په پولیسو د چاقو برید کړی، یو پولیس افسر یې وژلی او بل یې ټپي کړی.

د بروکسل د څارنوالۍ چارواکو ویلي چې برید کوونکی د ترهګرې د څار په ځانګړي لیست کې و.

چارواکي وایي چې د پولیسو موټر په سړک سرې اشارې ته ولاړ و چې برید پرې وشو. په برید کې هغه پولیس افسر چې موټر یې چلاوه، په غاړې کې په چاقو وهل شوی او په روغتون کې مړ شوی.

دویم پولیس افسر چې د موټر په شاتني سیټ کې ناست و، په مټ کې کې ټپي شوی خو ټپ یې ژور ندی او په روغتون کې یې درملنه روانه ده.

یو بل پولیس چې د وژل شوي او ټپي شوي پولیس د مرستې لپاره د پیښې ځای ته تللی و، مشکوک برید کوونکی یې ویشتلی او ټپي کړی.

د بروکسل د څارنوالۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې برید کوونکی ۲۳ کلن او د بلجیم تبع دی. د برید کوونکي نوم د بلجیم د ملي امنیت د ادارې په هغه لیست کې دی چې د سخت دریځه شویو مسلمانانو نومونه پکې ثبت دي.

د څارنوالۍ دفتر همدرانګه ویلي چې برید کوونکی د برید څخه وړاندې د پولیسو یو مرکز ته ورغلی و او پداسې حال کې لیدل کیده رواني حالت یې ښه نه و، د پولیسو څخه یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

چارواکي وایي چې برید کوونکی یې د اعصابو ډاکټر ته وړی و او برید څخه لږه شیبه وړاندې د هغه ځایه رخصت شوی و.

د بلجیم صدراعظم الکزاندر ډي کرو په ټویټر کې د وژل شوي او ټپي شوي پولیس د کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې "زمونږ پولیس افسران د هیواد د اتباعو د خوندیتوب لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي او نننۍ ډرامې یو ځل بیا دا (ژوند په خطر کې اچول) وښودل".

پولیسو همدارنګه ویلي چې د برید کوونکي څخه به تر رغیدو وروسته پوښتنې ګرویګنې وکړي.

لا معلومه نده چې برید کوونکي دا کار یوازې که د کومې ډلې په لمسون کړی.

XS
SM
MD
LG