د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک په مغازې برید کوونکي ۱۸ کلن ځوان ته ښايي د مرګ سزا ورکړل شي


د متحده ایالاتو د نیویارک په ایالت کې هغه ۱۸ کلن سپین پوستی برید کوونکی چې په یوې مغازې کې یې ۱۰ تور پوستي امریکایان ویشتلي او وژلي و چارشنبه جون ۱۵(غبرګولي۲۵) د کرکې په فدرالي جرم تورن شو او ښایي د مرګ سزا ورکړل شي.

په برید کوونکي پیټن ګرینډرن د نیویارک ایالت د بفالو په ښار کې په یوې داسې مغازې چې ډیری وخت تور پوستي امریکان ورځي د برید له کبله د عمري قید د سزا تور لګول شوی خو که چیرته د کرکي په فدرالي جرم کې مجرم وبلل شي، د مرګ په سزا محکومیدی شي.

په سیمه کې پولیس وایي کوم شواهد چې د برید د ځایه تر لاسه شوي، ښیي چې دې برید کوونکي په خلکو د ۶۰ مرمیو ډزې کړي.

په یوې لیکنې کې چې دې بریدګر د خلکو د وژلو څخه وړاندې په انټرنیټ کې خپره کړې هغه د نړۍ په هکله افراطي او د توکمپالۍ نظر درلود او داسې معلومیږي چې د برید کولو لپاره یې پوره چمتوالی نیولی و.

د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو اجنټانو د دې برید ګر په کور کې د برید څخه وروسته یو لیک هم موندلی چې هغه د برید له کبله د خپلې کورنۍ څخه بخښنه غوښتې وه. دې اتلس کلن بریدګر په لیک کې لیکلي چې برید لدې کبله کوي چې "د سپین نژاد راتلونکې ورته مهمه ده".

د محکمې په اسنادو کې همدارنګه ویل شوي چې دا برید ګر تقریباً یوه میاشت وړاندې دې مغازې ته تللی و او د سودا اخیستو په پلمې یې د مغازې نقشه هم جوړه کړې وه.

دې اتلس کلن بریدګر په لیک هغه بې بنسټه مفکوره منلې وه چې داسې یوه دسیسه شته چې په متحده ایالاتو کې په مهاجرت او نورو لارو چارو کوښښ کیږي د سپین پوستو ځواک له منځه یوړل شي او پر ځای یې غیر سپین پوستي ونیسي.

په لیک کې دا هم ویل شوي چې دې برید کوونکي د برید څخه څو میاشتې وړاندې د څو ځایونو په هکله معلومات راټول کړي و او دا یې معلومه کړې وه چې د کوم نژاد خلک چیرته ډیر ژوند کوي. هغه همدرانګه د ډزو کولو تمرینونه کړي و چې هدف یې د هغو کسانو ډارول او امریکا پریښودل و چې غیر سپین پوستي او غیر مسیحي مذهبي دي.

اتلس کلن ګینډرن په مغازې کې دننه او بهر د خلکو تر وژلو او ټپي کولو وروسته ځان پولیسو ته وسپاره.

یوه غیر انتفاهي ټولنه چې په متحده ایالاتو کې د تشدد هغه پیښې څارې او په هکله یې معلومات راټولوي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي په ۲۰۲۱ کال
کې په ټولې امریکا کې ۲۱ زره کسان د تشدد په هغو پیښو کې وژل شوي چې وسله پکې کارل شوې.

همدې ټولنې ویلي چې د ډله ایزو ډزو ۶۹۳ پیښې یې ثبت کړي چې ۷۰۲ کسان پکې مړه شوي. ډله ایزې ډزې معمولاً هغو پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې لږ تر لږه ۴ یا تر دې ډیر کسان وي

XS
SM
MD
LG