د لاس رسي وړ اتصالات

ټیک ټاک پر امریکا نه پلورو - بایټ ډانس چینايي شرکت


د ټیک ټاک چینايي مالک، بایټ ډانس شرکت ویلی، غوره ګڼې چې د ټیک ټاک د پلورلو پرځای، په متحده ایالاتو کې ددغه مشهور اپلیکیشن فعالیت بند کړي.
د ټیک ټاک چینايي مالک، بایټ ډانس شرکت ویلی، غوره ګڼې چې د ټیک ټاک د پلورلو پرځای، په متحده ایالاتو کې ددغه مشهور اپلیکیشن فعالیت بند کړي.

د امریکا په سنا مجلس کې د هغه لایحې تر تصویب کیدو وروسته چې له مخې یې ښايي په متحدو ایالتونو کې د ټیک ټاک پر اپلیکیشن بندیز ولګول شي، ددغه اپلیکیشن چینايي مالک "بایټ ډانس شرکت" د پنجشنبې په ورځ،‌ اپریل ۲۵ ( غوايي شپږمه) وویل چې ددغه اپلیکیشن له پلورلو دا غوره ګڼي چې په امریکا کې خپل فعالیت بند کړي.‌

د سنا مجلس لخوا په تصویب شوې لایحه کې د نهو میاشتو مهلت ټاکل شوی چې د"بایټ ډانس" چینايي شرکت د ټیک ټاک مالکیت وپلوري.

د سنا په مجلس کې اندېښنه ښودل شوې چې چین ښايي وکولای شي د امریکایانو په اړه د معلوماتو راټولولو دپاره د لنډو ویډیوګانو ددغه مشهور اپلیکیشن څخه د استخباراتي وسیلې په توګه کار واخلي.

خو د بایټ ډانس شرکت ته نږدې سرچینې وايي، هغه الګوریتمونه چې ټیک ټاک د هغه پر مټ کار کوي، د بایټ ډانس شرکت د عملیاتو بنسټ دی او لدې امله نشي کولای چې دغه مشهور اپلیکیشن او الګوریتمونو وپلوري.

ددغو سرچنیو په حواله، د بایټ ډانس شرکت په عاید او ورځني فعالیت کې د امریکايي ټیک ټاک کاروونکو ونډه ډیره لوړه نه ده او په ټوله نړۍ کې د دغه شرکت د عوایدو نږدې پنځه سلنه جوړوي، له همدې امله بایټ ډانس شرکت غوره ګڼې چې د ټیک ټاک د پلورلو پرځای، په متحده ایالاتو کې ددغه اپلیکیشن فعالیت بند کړي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر په حواله، په متحدو ایالتونو کې د ټیک ټاک بندول به د بایټ ډانس سوداګرۍ باندې محدود اغیزه ولري، او دغه شرکت به دې ته اړ نه کړي چې خپل اصلي الګوریتم پریږدي.

خو بلخوا د متحده ایالاتو ډیری قانون جوړونکي او چارواکي پدې باور دي، چې ټیک ټاک د امریکا ملي امنیت ته خطر پيښوي، ځکه چې چین کولی شي د بايټ ډانس شرکت دې ته اړ کړي چې د خپلو ۱۷۰ میلیون امریکایی کاروونکو معلومات، بیجینګ سره شریک کړي.

د سنا د استخباراتو د کمیټې جمهوري غوښتونکي غړي مارکو روبیو وویل: "دا نوی قانون د ټیک ټاک له چینایي مالک څخه غواړي چې اپلیکیشن وپلوري. دا د امریکا لپاره ښه اقدام دی... د کلونو راهیسې موږ د چین کمونست ګوند ته اجازه ورکړې چې په امریکا کې یو خورا مشهور اپلیکیشن کنټرول کړي چې په خطرناکه توګه یو لنډ لیدلور و."

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د امریکا په سنا کې ددغي لایحې د منظورېدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې، خپلو هغو څرګندونو ته اشاره وکړه چې د مارچ په میاشت کې یې د امریکا د استازو په جرګه کې د ورته یوې لایحې د منظورېدو پر وخت کړې وې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د لایحې پر تصویب کېدو نیوکه وکړه او استدلال یې وکړ چې "که څه هم متحده ایالاتو هیڅکله داسې شواهد ندي موندلي چې وښيي ټیک ټاک ددغه هېواد ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړی خو بیا یې هم د ټیک ټاک له څارلو څخه لاس ندی اخیستی."

ټیک ټاک په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیون کاروونکي لري او مسئولینو یې ژمنه کړې چې د امریکا د اساسي قانون د لومړي تعدیل له مخې به، چې د بیان ازادي تضمینوي، پر ټیک ټاک د ممکنه بندیز پرېکړه وننګوي.

د بازار موندنې ادارې( We Are Social) په وینا، د ټیک ټاک اپلکیشن په نړۍ کې شپږم ډیر کاریدونکی ټولنیز پلټفارم دی چې له یو میلیارډ څخه ډیر فعال کاروونکي لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG