د لاس رسي وړ اتصالات

په کالیفورنیا کې تاریخي اور زر کلومتره مربع سیمه وسوځوله


د شنبې په ورځ د کالیفورنیا ایالت په جنوب کې سلگونه کورونه وسوځیدل.
د شنبې په ورځ د کالیفورنیا ایالت په جنوب کې سلگونه کورونه وسوځیدل.

د کالیفورنیا په ایالت کې له دوو اونیو راهیسي بل شوی اور، لږ را قابو شوی دی، خو لا هم بلیږي.

دغه اور ددې ایالت په تاریخ کې دریم تر ټولو شدید او پراخ اور بلل شوی دی.

د ځنگلي اور له امله سلگونه کلي د خلکو تش شوي دي او زرگونه خلک بې ځایه شوي دي.

تیز بادونه به د اونۍ تر پایه دوام ولري چې د تامس په نوم ددې اور د لا پراخیدو اندېښنه یی هم زیاته کړې ده.

پدې اور کې چې د دسمبر په څلورمه پیل شو تر اوسه پورې یي د سانتا باربرا په بډایه سیمه کې یو زر ودانۍ سوځیدلي او اتلس زره نورې د سوځیدو له خطر سره مخ دي.

د اطفایې اته زره پنځه سوه کاروکونکي، یو زر د اطفایی موټر او ٣٢ هليکوپتر د اور وژنې په عملیاتو کې شامل دي.

د اور وژنې د چارو تنظیموونکي هیله من دي چې ډېر ژر به بریالي شي.

هغه وایي "د اونۍ په پیل کې موږ دغه اور ته د بلا نوم ورکړی و چې بالاخره همداسي وشول. اور لا سخت شو. خو مونږ به یی وژنو، ښځی او نارینه کارمندان په ځپل شویو سیمو کې یو او پوره ډاډ لرم چې مونږ به خپل هدف ته رسیږو".

د سانتا باربرا د ځینو نورو سیمو اوسیدونکو ته هم پرون امر وشو چې د تیزو بادونو له امله د اور سیمه لا پراخیږي، او هغوی باید کورونه پریږدي او ځانونه وژغوري.

د اور له کبله په دې سیمه کې ټول ښوونځي او ځینی لویې لارې تړل شوې دي او د ایالت د جنوبی برخې فضا په لوگي ککړه ده.

XS
SM
MD
LG