د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ځنگلونو کې بل شوی اور مخ په سړېدو دی


د کلېفورنیا په ځنگلونو کې د اور د مړه کیدو هلې ځلې دوام لري
د کلېفورنیا په ځنگلونو کې د اور د مړه کیدو هلې ځلې دوام لري

د کلېفورنیا ایالت والي جیري برون د شنبې په ورځ (ډیسمبر ٩) وویل چې ایالت به یې په راتلونکې کې له ډیرو اورلگیدونو سره مخ وي.

ښاغلي برون دا څرگندونې په داسې حال کې وکړې چې د اطفائیې کارکونکي په شپږو سیمو کې د پراخو اورونو په مړه کیدو بوخت دي. د کلېفورنیا ایالت په ځنگلونو کې د اور لگیدو له امله تر اوسه لږ تر لږه یو کس وژل شوی او په سلگونه کورونه ویجاړ شوي دی.

د کلیفورنیا والي د شنبې په ورځ وینچرا سیمه تللی و چې د لاس انجلس ښار په شمال کې موقعیت لري څو د اور له امله د اوښتي زیانونو سروې وکړي.

د کلېفورنیا والي: د اقلیم بدلون د اور لگیدو سبب کیږي
د کلېفورنیا والي: د اقلیم بدلون د اور لگیدو سبب کیږي

تیره ورځ (ډیسمبر ٩) په کلیفورنیا ایالت کې اضطراري حالت اعلان شوی و، او شاوخوا پنځه زره اور وژونکو او ژغورونکو په دې عملیاتو کې برخه واخیسته.

د کلیفونیا په جنوبي سیمو کې د کال په دې موسم کې ځنگلي اور ساری نلري، خو د ایالت والي وايي د اقلیم بدلون ددې سبب شوی، چې له دې وروسته داسي اورونو ته باید چمتووالی ولرو.

څو اونۍ وړاندې د ایالت په شمالي سیمه کې په ورته اورونو کې څلور څلویښت کسان وژل شوي و، او سلگونه زره بې کوره شوي و.

XS
SM
MD
LG