د لاس رسي وړ اتصالات

د کالیفورنیا په اور کې ۴۴ تنه مړه شوي او سلګونه ورک دي


د یوبا او بټ ناحیې پولیس په اور کې موندل شوي مړي راټولوي.
د یوبا او بټ ناحیې پولیس په اور کې موندل شوي مړي راټولوي.

د اوروژنې عملې لاهم د کالیفورنیا ایالت په شمالي ساحو کې د مخ په پراخېدونکي اور مخنوي ته دوام ورکوي.

تراوسه د ۴۲ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړل شوی.

د کالیفورنیا په 'سیمي درې' کې د اور وژنې هڅې روانې دي.
د کالیفورنیا په 'سیمي درې' کې د اور وژنې هڅې روانې دي.

په دې اور کې تراوسه تر زر (۱۰۰۰) کېلومتره ساحه سوځېدلې ده او سلګونه زره خلک بی‌ځای شوي دي.

د کالیفورنیا والي جیري براون بېړنی حالت اعلان کړی او د فدرال حکومت نه د بېړنیو مرستو غوښتنه لري.

جمهور رئیس ټرمپ د دوشنبې په ورځ آفت ځپلو سیمو ته د مالي امکاناتو برابرولو امر وکړ.

دا د امریکا په تاریخ کې ترټولو خونړی اور ثبت شو او محلي چارواکي وایي، د تېرو څلورو ورځو راهیسې چې د پرادایس ښارګوټی په اور کې وسوځېدو، د ۲۲۰ زرو زیات خلک بې‌ځایه شوي دي.

د ولسي درې په نوم دغه اور د لاس انجلس ښار ته نژدې ناحیې لکه د مالیبو او نورو ساحلي ساحو کې لاهم بل دی.

په دې کې ۳۷۰ مجلل کورونه چې د مشهوره هنرمندانو او فلمي اداکارانو وو، ټول سوځېدلي دي.

د امریکايي سندرغاړې او فلمي اداکارې میلي سایروس کور هم سوځېدلی.

د سکرمینټو ښار شمال کې د پردایس ناحیه چې شاوخوا ۲۷ زره خلک پکې اوسېدل، مطلق په اور کې په ایرو بدله شوې او محلي مسؤلان مړي لټوي.

د دوشنبې په ورځ (نومبر۱۲) د لاس انجلس ښار ته نژدې، چارواکو وویل په ځینو ساحو کې تازه اورونه بلېږي او د استوګنې ساحو ته په نژدې کېدو دی.

بی‌ځای شوي خلک کوښښ کوي د وران شوي وضعیت وروسته لاره چاره پیدا کړي.

د الیزبت ګورمن به نوم د سوځېدلې سیمې یوې اوسېدونکې وویل ټول کورونه سوځېدلي دي، کوڅه په کوڅه هرڅه ختم دي او د خپل او خپلوانو کورونه يي ایرې شوي دي.

چې د اوروژنې عملې په سوځېدلو ځایونو کې پلټنې کوي، وایي په ځینو ساحو کې يي پرمختګ کړې خو وایي د ایالت په دوه ځایونو کې لوی اورونه د کنټروله وتلي او د هوا راتلونکي وضعیت کې تېز بادونه او وچکالي پیش بیني شوې.

XS
SM
MD
LG