د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کلیفورنیا کې اور لګېدلی زرګونه خلک یې بېځایه کړي


د کلیفورنیا په شمال او لویدیځ کې له تیرې یوې اونۍ راهیسې سخت اور بل دی.

ددغه اور له کبله په زرګونو کسان خوندي سیمو ته لیږدول شوې دي. د باد سرعت ۹۰ مایله په یو ساعت کې دی.

د بریښنا شرکت د اور د لمنو پراخیدو د ویرې له کبله په نږدې نیم میلیون کسانو بریښنا بنده کړې ده.

په یوې امن ځای کې خلکو ته سیاره بریښنا ورکړل شوې ده چې خپل مبایلونه چارچ کړي، یوه کافي واخلي او په کمپیوټر کې کار وکړي.

د جانا کول په نوم یوه میرمنه چې د ژباړې کار کوي وايي"فکر کوم زه څه ناڅه له واقعیتونو لېرې شوې یمه زه خپل کار په وروستۍ نېټې پای ته نشم رسولی".

میرمن جانا یوازې نه ده چې له دغې بریښنا څخه ګټه اخلي، یو شمیر نور کسان هم کوښښ کوي چې له دغو آسانتیاوو څخه ګټه واخلي او ژوند روان وساتي.

د ګري يي په نوم یو کس چې د اوکلند ښوونځي د بورد غړی دی وايي "زه غواړم د ښوونځیو وضعیت وڅارم چې کوم ښوونځي پرانیستي او کوم بند دي".

یو شمیر نور کسان بیا د مبایل په مټ خپل کاروبار څاري.

د امریکا کلیفورنیا کې اور لګېدلی زرګونه خلک یې بېځایه کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

چارواکو په کلیفورنیا کې بیړنی حالت اعلان کړی، اور وژونکي لږترلږه په ۳۳۰ ځایونو کې په اور وژلو لګیا دي.

د دوشنبې په ورځ باد لږ څه کم شوی او اور وژونکو ته یې ددې فرصت ورکړ چې په شمال کې د اور له قوي څپو سره مخ شي، خو د لاس آنجلس په ګیتي موزیم سیمه کې د اور لمبې پراخې شوې دي.

په سړکونو کې ټرافیکي څراغونه هم بند دي، او په هوا کې لوگي خپاره دي.

د کلیفورنیا د شمال لویدیځې سیمو اوسیدونکي وايي د زلزلې په هکله له فکر کولو سره عادت شوي دي، دا هغه احتمالي ناورین دی چې له خبرتیا پرته راځي، خو اوس د باد په اړه هم اندیښمن دي، ځکه د وړاندوینې وړ نه دی او کیدای شي سم لاسي وضعیت په دوزخ بدل کړي.

باد او اور په ګډه د ویجاړۍ لپاره کار کوي، خو د کلیفورنیا اوسیدونکي باید دا حالت وزغمي.

XS
SM
MD
LG